دوشنبه , 29 اپریل 2024

کندهار کې د وسله والو يوه لس کسيزه ډله نيول شوې ده

د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ملي پوليسو د چاڼيزو عملياتو پر مهال د وسله والو یوه لس کسیزه ډله نيول شوې ده.
د یاد ولایت د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي، په نيول شویو وسله والو کې پنځه تنه د امنیتي ځواکونو په ليکو کې په نفوذي ډول ځای پر ځای ځای شوي وو، چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال ونیول شول.
بارکزی وایي، ددې ترڅنګ دوه نور ماين ښخوونکي، دوه جنګي طالبان او يو هم غلچکی بريدګر نيول شوی دی.
د دې ولایت د پوليسو ویاند په خبره، له وسله والو سره يو شمېر وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.