کندهار کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۵۷۹ ته ورسېدی

د کندهار د عامي روغتیا رياست د کرونا سره د مبارزې د برخې مشر ډاکټر محمد يعقوب نصرت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د کندهار په حوزوي لابراتوار کې د ۷۴ کسانو معاينات ترسره شوي، چې ۲۹ مثبت ختلي.

نصرت وایي په دې سره کندهار کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۵۷۹ ته ورسېدی.

په کندهار کې په کرونا د اخته کسانو له ډلي څخه يوازي ۲۷ کسان د عينو مينې په روغتون کې بستر دي او پاتي ۴۳۳ نور په خپلو کورونو کې قرنطين دي.