کندهار کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شو

د کندهار د عامي روغتیا رئیس ډاکتر محمد اشرف نادري نن سهار ویلي، چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د دغې ولایت په حوز وي لابراتوار کې د کرونا د ۴۱ مشکوکو پېښو معاينات ترسره شوي، چې له ډلې يې په دوو مېرمنو او ۱۳ نارينه و کې دغه ويروس مثبت تثبيت شوی دی.

نادري وایي، په دې سره په کندهار کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۰۰ ته ورسېد.

یاد ولایت کې تر اوسه د کرونا څخه ۷ ناروغان بېرته جوړ شوی دي.