کندهار کې د یوې مدرسې چت پرېوتو ۱۳ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار کې د یوې مدرسې چت پرېوتو پیښه کې زده کوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې کندهار کې د انعکاس ټلویزیون خبریال د مالوماتو په اساس دغه مدرسه طیبه نومیږي او د چت پرېوتو په پېښه کې یې پنځه زده کوونکي مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پېښه تاییدوي او وايي د دې امکان شته، چې یو شمېر زده کوونکي اوس هم تر خاورو لاندې وي. تر اوسه د ودانۍ د نړېدو علت نه دی معلوم.