چهارشنبه , 15 مې 2024

کندهار کې سږکال ۳۵ زره مټریک ټنه ممیز تولید شوي

د دغه ولایت د  کرنې ریاست د چارواکو په خبره، سږ کال د ممیزو او انګورو په تولید کې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

خو باغ لرونکي او سوداګر وايي، سږ کال یې مارکېټ کمزوری او حکومت نه دی توانېدلی، چې له پاکستان پرته یې نورو هېوادونو ته هم د ليږلو زمینه مساعده کړي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې مسوولين پر حکومت نيوکه کوي، چې تازه او وچو مېوو ته د نړيوال مارکېټ په موندلو کې يې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.