کندهار کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار په شمالي ولسوالۍ خاکريز او پنجوايي کې د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر انعکاس ته ویلي، چې شپږ وسله وال د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې د هغوی پر ۱۱ پټنځايونو کې په بريدونو کې وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
سرچینه کاږي، چې دوه نور وسله وال بیا ددې ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د خالد ۹۸ عملياتو پر مهال وژل شوي او يو بل ټپي دی.
دغه دفتر زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د افغان پوځ له لوري پر لويو لارو د وسله والو ښخ شوي ۱۴ کړۍ ماينونه هم شنډ شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه نظر نه دی څرګند کړی.