وسله وال د کندهار په شمالي ولسوالۍ خاکريز او پنجوايي کې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر انعکاس ته په راليږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې شپږ وسله وال د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې د هغوی پر ۱۱ پټنځايونو د بريدونو پرمهال وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
سرچینه کاږي، چې دوه نور وسله وال بیا ددې ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د خالد ۹۸ عملياتو پر مهال وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د افغان پوځ له لوري پر لويو لارو د وسله والو ښخ شوي ۱۴ کړۍ ماينونه هم شنډ کړل شوي دي. طالبانو په دې اړه تر اوسه نظر نه دی څرګند کړی.