کندوز کې د ماین چاودنې له امله ۱۵ ملکي کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا پیښه د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ اړوند امام الدین څلور لارې کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملکي وګړو یو سراچه ډوله موټر له سیمې تېرېده او د سړک غاړې ماین پرې چاودنه وکړه، چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د رحیمي په خبره، وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یادې پېښې مسولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.