کنګنا راناوټ: ما یو کس هم له مینځه یو نه وړو

د هندي سینما زړوره اداکاره کنګنا راناوټ وايي، چې تل دې سره خلکو دوکه کړې، خو نوموړې هیڅوک هم له مینځه یو نه وړو.

کنګنا راناوټ وايي، چې له ډيرو کسانو سره يې مینه وکړه او ډيرو دا پریښوده.

کنګنا وايي، چې مینه له جسمي اړیکې اخوا تر ډيره د روحونو تړون دی او داسې یو احساس دی، چې د چا په نشتون کې يې هم لرې.

نوموړي خپل پخواني عاشق هیرتیک روشن ته په اشاره وویل، چې دا تل د نورو خلکو لخوا پریښودل شوې، او همدا خلک بیا بیرته دې ته راغلي؛ خو په وینا يې چې هیڅکله بیرته دا بیا هغه خلک نه قبلوي.

د کنګنا راناوټ او هیرتیک روشن دښمني کلونه کیږي، چې روانه ده او ډير کله په رسنیو کې په یو بل توندې نیوکې کوي.