کنګنا راناټ: د اذان غږ مې خوښیږي

د هندي سینما وتلې اداکاره کنګنا راناټ وايي، چې د اذان غږ يې خوښیږي.

د هند په ځینو ایالاتونو او ښارونو کې په لوړ غږ (لوډ سپیکر) اذان منع دی، اما په ځینو نورو ښارونو کې بیا دا بندیز نشته.

کنګنا راناټ په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي:

((زما خپله د اذان غږ خوښیږي. زه د نورو خلکو په اړه نه غږیږم. زه د خپل ځان په اړه وایم، چې زما د اذان غږ خوښیږي.))

کنګنا راناټ وايي، چې ددې مذهبي ځایونه لکه مسجد، مندر او ګوردواره خوښیږي او غواړي، چې دې ځایونو ته لاړه هم شي.

د اذان په اړه ګنګنا راناټ خپلې څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د هند یو مشهور سندرغاړي، سونی نیګم د اذان په اړه خپل نارضایت څرګند کړی و.

هغه ویلي وه، چې دا مسلمان نه دی، خو د اذان په غږ هر سهار پآڅیږي او دې نور له دې کاره ستړی دی.

هندوستان د نړۍ یو له هغه غیرو مسلمو هیوادونو څخه دی، چې پکې له بل هر هیواد زیات مسلمانان اوسیږي.