کنګنا له شاه روخان سره په فلم کې کار نه کړي

کنګنا راناوټ په خپلې یوې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې له شاه روخان سره نور په فلم کې کار نه کوي.

بل خوا ویل شوي، چې له شاه روخان سره ډيرې اکټرېسې لېواله وي، چې په فلم کې ورسره ولوبیږي.

له کنګا پوښتل شوي، چې له خانانو سره په فلم کې کار نه کول به ښايي د اکټرېسو نه پرمختګ لامل شي، خو هغې ویلي دي، چې د دوی اغېز پر اکټرېسو نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې هغې ویلي؛ زه شهرت لرم، مینوال مې موندلي تر دې وړاندې تګ لپاره باید زه پرمختګ وکړم.