کنګنا وايي، مودي د ولسواکۍ ښه رهبر دی

د هندوستان وتلې سینمايي ستورې وايي، چې که اړتیا شوه، سیاست ته راځي.

نوموړې، چې په ډهلې کې يې د جمعې په ورځ خبرې کولې، لومړی وزیر نریندار مودي د نننۍ ډیموکراسۍ یو وړ رهبر وباله. نوموړې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل:

“کله چې زموږ هیواد په خطر کې وي، پوځ يې د سترګو په رپ کې دفاع ته رادانګي. که زما هیواد، ماته اړتیا ولري؛ ژوند مې ترې قربان دی.”

کنګنا وویل، چې که اړتیا ولیدل شي، سیاست ته هم راځي.

نوموړې په ډهلي کې د هغه لنډ فلم د خپریدو پر مهال خبرې کولې، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د ژوند څخه په تاثر جوړ شوی.

د کنګنا په وینا ښاغلی مودي ددې چوکۍ وړتیا لري او په راتلونکې کې هم باید انتخاب شي.