کنګنا وايي، هیرتیک روشن مې سینمايي شهرت راځینې اخیسته !

د هیرتیک روشن او کنګنا روات بدرنګه جګړه یو ځل بیا پیل شوه.

د هیرتیک په وړاندې کنګنا بیخې سپینه غږیږي. په خپله وروستۍ مرکه کې يې یو ځل بیا په هیرتیک روشن تورونه پورې کړې دي.

کنګنا روات وايي: ((هیرتیک روشن په ټوله سینما ګرځیدلې؛ هر یو ته يې ژړلي او هڅه يې کوله چې زما سینمايي هڅې سبوتاژ کړي.))

نوموړې زیاتوي، چې د سینما څخه ګڼو خلکو ورته ټیلفون کړی، څو د هیرتیک روشن له لورې پرې د شکایت او تورونو په اړه سپیناوی ورکړي؛ خو کنګنا وايي، چې دې تل ورته ویلي: ((دا تاسې پورې اړه نه لري.))

کنګنا وايي، چې څو ځلې ورته ددې د شرمولو ګواښ هم شوی.

نوموړې وايي: ((دا یو څرګند ګواښ نه و؟ دوې وویل، چې زما په اړه به ځینې شواهد خپاره کړي. ما به وشرموي؛ خو زه په کیسه کې نشوم. زه پوهیدم، چې داسې هیڅ هم نشته، چې زه پرې وشرمیږم. دا یواځې ګواښونه وه او بس.))

د کنګنا روات او هیرتیک روشن ترمینځ دا جګړه اوسنۍ نه ده. ددوې تر مینځ جګړه اصلا د یو بریښنالیک په سر راپورته شوه.

د یو ایمیل ادرس څخه چې ظاهراً د هیرتیک روشن و، کنګنا روات ترې د مینې اظهار شوی و. خو هیرتیک روشن دا دروغ ګڼلې وه، چې ګنې ده دې کنګنا ته د مینې اظهار کړی وي. هیرتیک روشن دا یو سایبر جرم ګڼلی و.

خو دا مسئله تیر نومبر وروسته له هغې وتړل شوه، چې د ایمیل د اصلي ډول او ریښتینولی لپاره اسناد ونه موندل شول.

کنګنا هغه وخت وویل، چې ددې خو په دې کیسه هیڅ سر خلاص نه شو. هغې زیاته کړه: ((هر څه چې وه، خو یو څوک و، چې زما سره يې مینه درلودله. ممکن د هیرتیک له نوم څخه يې استفاده کړي وه. دا چې هغه کس تر اخره هم خپله اصلي څيره ښکاره نه کړه؛ هیرتیک دا کیسه محکمې ته یوړه.))

کنګنا او هیرتیک د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ په کیټ فلم کې کار وکړ. په ۲۰۱۳ کال کې دوې په کرش ۳ فلم کې یوځای کار وکړ. باور دادی، چې ددوې د یارانې خبرې د همدې کرش ۳ فلم څخه راپیل شوې، خو رسنیو ته هغه وخت ورسیدې، چې هیرتیک په ۲۰۱۳ کال په ډیسمبر کې له خپلې میرمنې څخه بیل شو.