که اولادونه لری، دا غوښتنې ترې مه کوئ

ژباړه: امان الله «حنیفي»

 

د ماشوم د عمر تر ټولو لومړي کلونه ډېر مهم دي. دا کلونه د یو ماشوم پر راتلونکي ډېر زیات اغېز لري. هغه چې په دې کلونو کې هرڅه کوي، د هغه راتلونکی ټاکي.

 

بې له شکه، په دغه دوران کې د ماشوم روزونکي مور او پلار او یا هم هغه کسان دي، چې له هغوی مراقبت کوي. ماشومان د لویانو حرکاتو ته تر هرڅه زیاته توجه کوي او د هغوی په هینداره کې نورو ته ګوري.

 

نو پر دې اساس، دا تاسې یاستی چې د خپل ماشوم شخصیت ټاکی، اوس خوښه ستاسې، څنګه یو څوک ترې جوړوی؟ البته مور او پلار هر وخت غواړي چې اولادونه یې ښه وروزي، خو ځینې وخت د دوی ځینې حرکتونه سره له دې چې هغوی یې د ښه نیت له مخې کوي، خو پایلې یې بیا سرچپه وي. موږ په همدې مقاله کې هماغه ځینې کړنې تاسې ته ښييو:

 

۱ـ هېڅکله له ماشوم څخه دا هیله مه کوئ چې ستاسې په حق کې دروغ ووايي څومره بده خبره: «ورته ووایه! پلار/مور مې کور کې نشته.» پلار او مور هر وخت خپل اولادونه دې ته هڅوي چې صادق او رښتیني و اوسي.

 

خو له دې سره سره، کله یې چې په زړه نه وي جوړه او یا نه غواړي له چا سره وویني، بیا خپلو ماشومانو ته وايي چې فلاني ته ورته وایه چې مور/پلار مې کور کې نشته. دا کار مو له اولادونو سره کړې خواري له منځه وړي او د هغوی پر وړاندې مو حیثیت بې ارزښته کېږي. څه کار باید وکړی؟ کله چې ماشوم ته وایی چې ټلیفون ته ځواب ورکړی، هغوی ته ووایئ چې رښتیا ووایي. د بېلګې په ډول، له هغوی وغواړئ چې هغه کس ته ووايي: «مور/پلار مې نه شي کولای اوس له تاسې سره خبرې وکړي. وروسته به هغه خپله درته زنګ ووهي.» که مو یو څوک د کور د دروازې زنګ وهي او تاسې نه شی کولای چې له هغوی سره وګوری، دا وخت مو ماشوم ته ووايئ، چې له هغوی سره داسې برخورد وکړي: «لطفاً تاسې همدلته پاتې شئ، زه مې د مور او پلار له اجازې پرته کور ته څوک نه شم بېولی».

 

۲- هېڅکله مو اولادونه یو له بل سره مه پرتله کوئ څومره بده خبره: «ته نه شې کولای چې د خور/ ورور په څېر دې ښه کار وکړې؟» د اولادونو له یو بل سره پرتله کول د مور او پلار تر ټولو لویه تېروتنه ده. په دې سره مو له یوې خوا د اولادونو په منځ کې توپير رامنځ ته کوی او له بلې خوا ممکن د هغوی په منځ کې ناسالم رقابت ته لمن ووهی، چې بیا به کلونه کلونه وغځېږي. ستاسې ماشومان حتماً له یو بل سره توپير لري او دا هېڅ ممکنه نه ده چې هغوی ټول د یو شان وړتیاوې او استعدادونه ولري. معمولاً مشران اولادونه د نورو لپاره د کار او خبرو او یا هم له نورو سره د اړیکو پاللو او یا کار د کولو د څرنګوالي په لحاظ د نورو اولادونو لپاره یوه بېلګه نیول کېږي.

 

دا لویه تېروتنه ده، ځکه له هغوی کشران اولادونه د ځانګړو او هغو وړتیاوو درلودونکي دي، چې مشران هغه یې هېڅ نه لري، د هغوی ستاینه هم باید وشي. دا انتظار او هیله هېڅ وخت مه کوئ، چې ستاسې ټول اولادونه د یو شان وړتیاوې او مهارتونه ولري. که د یو اولاد زوی/لور سلوک او عمل د نورو لپاره معیار ګرځوی، هېڅ ښه پایله به تر لاسه نه کړی.

 

۳- اولادونو ته مو دا اجازه مه ورکوئ چې هغوی د ځان په اړه د ګناه احساس وکړي اولادونو ته مو دا اجازه مه ورکوئ، چې د خپلو کړنو له امله د ګناه احساس وکړي. څومره بده خبره: «مخکې له دې چې ته دنیا ته راشې، زموږ ژوند ډېر ښه و.» څنګه کولای شی یو ماشوم ته داسې څه ووایی؟ ممکن دا جمله حقیقت ولري، ځکه د هر ماشوم په زیږېدنې سره کورنۍ له ډېرو نویو فعالیتونو سره چې باید وې کړي، مخ کېږي، خو تاسې مو نه باید دا جمله خپلو ماشومانو ته ووایئ. تاسې هغه څوک یاستی چې دې دنیا ته د هغوی د راتګ لامل شوي یاستی، نو ښه ده چې د هغوی مسوولیت په ورین تندي ومنئ او د هغوی لپاره یو ښه مور او پلار و اوسئ.

 

هغه وخت چې تاسې ستړي یاستی او یا مو هم ماشومان کومه ستونزه پېښوي، د دې پر ځای چې هغوی ورټی او هغوی د ځان په اړه د ګناه احساس ته اړکړی، له هغوی سره د مینې په لهجه خبرې وکړئ او هم ورته د مینې په الفاظو لارښوونه وکړئ.

 

د بېلګې په ډول، هغوی ته ووایئ: «مور/ پلار مو پرېږدی چې یو څو دقیقې ارام وکړي، یا هم داسې چې که تاسې مو مور/پلار یو ساعت پرېږدی، هغه به یوه حللاره درته پيدا کړي». په دې دول برخورد هغوی داسې فکر کوي، چې ټول مسوولیت د هغوی پر غاړه نه دی.

 

۴- داسې کوم کار مه کوئ چې له امله یې ستاسې ماشوم د ګناه احساس وکړي څومره بده خبره: «ته ډېر ځان غوښتونکی یې.» دا په یاد لری چې ماشومان ستاسې هماغه د لومړیو ورځو خبرې هم په یاد لري، دا په دې مانا چې که کټ مټ یې هغه الفاظ په یاد نه وي، د هغوی اغېز خامخا پرې شته. که مو له ماشومانو سره ښه سلوک کړی وي، دا د هغوی پر کړو وړو اغېز کوي او هېڅکله به ترې بدې خبرې وا نه وری. ماشومانو ته مو دا اجازه ورکړئ چې ستاسې په مخکې یو کار سر ته ورسوي، ځکه که د دغه کار پر مهال چې تاسې ورته هر ډول سپارښتنه وکړی، هغوی یې نه هېروي. د بېلګې په ډول، د هغوی په لاس له یو غریب سړي سره مرسته وکړئ او یا یې هم د ګاونډي کور ته د هغوی پوښتنې کولو ته له ځان سره بوځئ.

 

۵- مه پرېږدئ چې ماشومان مو هر وخت د ځان په حق کې فیصله وکړي څومره بده خبره: «کله چې د نورو پام نه وي، لاړ شئ په اول کتار کې ودرېږئ.» «یوازې ځان ته پام کوه، نه غواړم چې دې نورو په حق کې مړ شې.» «ته هر وخت په حقه یې.» معمولاً هر وخت ځان په حقه ګڼل هماغه له لومړیو د یو چا په طبیعت کې اخښل کېږي. که مو ماشوم ته وویل چې تاسې هر وخت په حقه یاستی، دا مسئله د هغه لپاره د خشونت، ناامیدۍ، د اړیکو د خرابوالي او بالاخره له خلکو د ګوښه والي لامل کېږي.

 

ماشومانو ته مو وښایاست چې هر ځای نظم مراعات کړي. که هغوی ته وایی چې باید په اول کتار کې ودرېږي، ورته ووایئ چې باید تر ټولو مخکې هغه ځای ته ځان ورسوي.