یکشنبه , 28 اپریل 2024

که تاوتریخوالي ته دوام ورکړي؛ نو ځپونکو ګوزارونو سره به مخ شي

افغان حکومت وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی که تاوتریخوالی ونه دروي، نو دوی به د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه جدي اقدمات وکړي. د کورنیو چارو وزارت وایي، افغان حکومت طالبانو ته مهلت ورکړی و، ترڅو په تاوتریخوالي کې کمښت راولي؛ خو دا مهلت پای ته ورسېد او دوی به یې پروړاندې یرغلیز عملیات پیل کړي.

افغان حکومت وروسته له هغې د وسله والو طالبانو پر وړاندي د یرغلیزو عملیاتو خبرداری ورکوي چې، د اور کم اونۍ را وروسته وسله والو طالبانو خپل بریدونه زیات کړي. د کورنیو چارو وزارت د وسله والو طالبانو د بریدونو په غبرګون کې ویلي، که طالبان په تاوتریخوالي کې کمښت رانه ولي دوی به یې هم پر وړاندي پراخ پوځي عملیات پیل کړي. د یاد وزارت مرستیال ویاندې مروا امیني تېره ورځ رسنیو ته وویل، افغان حکومت د تاوتریخوالي په اونۍ کې اعلان کړی و چې، دوی به د وسله والو طالبانو پر وړاندي پوځي عملیات نه کوي، او په دفاعي حالت کې به وي ؛خو په قطر کې د هوکړې تر لاسلیک کېدو وروسته وسله والو طالبانو حملې زیاتي کړي. اغلې امیني زیاتوي وسله والو طالبانو ته د ورکړل شوي مهلت موده پای ته رسېدلې او د دغې ډلې د ځپلو په موخه دوی پوره چمتوالي لري. په ورته مهال د ملي امنیت شورا هم دېته ورته خبرداری ورکړی، که وسله وال طالبان تاوتریخوالي ونه دروي ،افغان ځواکونه به دفاعي حالت په یرغلیز حالت بدل کړي. د ملي امنیت شورا څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په خپله پرونۍ کتنه کې دا څرګندونې وکړې. دا په داسي حال کې ده چې، د امریکا پوځ یوه جګپوړي چارواکي جنرال کېنت مک کنزي (Kenneth McKenzie) د پنجشنبي په ورځ د امریکا د سنا په استعماعیه غونډه کې وویل، چې د وسله والو طالبانو په حملو کې دي د پام وړ کموالی راشي. طالبانو د افغان حکومت او امریکايي چارواکي د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.