که دا ۴ عادتونه دې درلودل، بریالی یې!

د نړۍ اکثره بریالی خلک د ښو عادتونو لرونکي دي چې د همدې ښو خویونو په وسیله بریالي شوي هم دي.

هغوی دا ځانته څرګنده کړې چې دوی باید څه وکړي او څنګه خپل د قوت او انرژي هغه ژور جوهر چې لري یې، د هدفونو لاسته راوړلو لپاره وکاروي.

تاسې همدا اوس له ځانه سره فکر وکړئ او متوجه اوسئ، اوسمهال چې څه وینئ او څه رقم یاست، دا په حقیقت کې ستاسې د تیر ژوند د عاتونو او خویونو انعکاس یا غبرګون نه دی؟! هو؛ بلکل دی!

خیر تېر په هېر، که هر ډول وای، وای به؛ اوس یې پيل کړئ.

هغه خلک چې بد عادتونه لري، دا (بد عادت، خوي) ورته ډیر بد خبر دی؛ اما یو ښه خبر هم ورته شته، هغه دا دی چې که چیرته یو انسان په ژوند کې خفه وي، کولی شي د ژوند د خفګان دا تګلاره په تدریجي ډول سره په بل هغه ډول چې په روزمره ژوند کې پرې خوشحالیږي بدله کړي.

نو ددې پرلپسې بریالیتوبونو او خوښيو ترلاسه کولو لپاره باید او حتماً د خپلو ښو عادتو د پیاوړي کیدو او پرمختګ لپاره ډیر کار او عمل وکړو، تر څو له بد عادت نه خلاص او ښه هغه خپل کړو.

اوس راځو هغو څلورو عادتونو ته چې له تاسې سره ستاسې د خوبونو په ژوندي کولو او بریالیتوب کې مرسته کوي:

 

۱- انرژي او قوت مو متمرکز کړئ

که د موخو او کارونو ترسره کولو لپاره خپله انرژۍ او قوت په سم ډول وکارول شي، قاطع او حتمي ده چې د بریالیتوب دروازې به مو پرمخ خلاصې وي.

نن سبا یوه غټه سهوه چې زیاتره خلک یې کوي، دا ده چې په ډیر کم یا بې ارزښته کار خپله انرژي لګوي، ددې پر ځای باید دا قوت په داسې لار ولګول شي چې څه ورته ضرور او لوړ ارزښت لرونکي دي، تر څو هماغه کار ترسره کړي، ځکه د انرژۍ سمه کارونه کولی شي په ژوند او کاروبار کې راته برکت واچوي او کامیابي رانصیب کړي.

۲- اولیت ورکول او یا لومړیتوب ټاکل

لومړی باید په دې فکر وشي چې تر ټولو ړومبی کوم هدف مهم دی؟ څو اول هماغه ترلاسه شي، که چیرته مو داسې هدف انتخاب کړ چې د ژوند لپاره داسې وي لکه پوښ او یا هم د بریالیتوب د نښې څرک په کې لګېده، نو بیا باید همدا لومړیتوب وټاکل شي. ځکه سترو لاسته راوړونکو (بریالیو او کامیابه) کسانو هیڅکله د تر ټولو مهم او لوی هدف ټاکلو او لومړیتوب ورکولو کې بې پروايي نه ده کړې، بلکلې تر ټولو ستر هدف ته یې اولیت ورکړی او ځان یې ور رسولی.نو، ددې لپاره باید هره ورځ انسان داسې څه ترسره کړي، چې اصلي هدف ته یې ورنیږدې کوي.

۳- تګلاره جوړه او بشپړه یې کړئ

کله چې په ژوند کې یوه مثبته تګلاره یا پلان جوړوو، دا باید تر هغې وڅارو چې تر څو یې بشپړه کړو، ځکه دې کې مو اوږدمهاله بریا نغښتې.

همدا رارز د ټولو د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره باید خپل پلانونه ترسیم کړو، ځکه که چیرته هر څه د یوې طرحې او پروژې په شکل برابر شي، نو په واضح ډول سره مو بریالي کولی شي.

۴- یوه مثبته فکري کړنلاره جوړه کړئ

د انسان د بریالیتوب لپاره د یوې مثبتې فکري کړنلارې درلودل ډیر اړین دي، ځکه که منفي فکرونه له ځانه لرې او مثبت خپل نه کړو، فرصتونه به رانه بې ځایه تیر شي، نو په همدې اساس، موږ باید تل خپل ذهنونه له مثبتو فکرونو او سوچونو ډک او مالامال کړو.

پام کې لره چې اکثره بریالیو کسانو د بریا ترلاسه کولو په لاره کې ناکامۍ زغملې دي. کېدای شي دغه بریالي کسان هم د بریا ترلاسه کولو لپاره په دې سفر کې کله له ستونزو سره مخ شوي وي، خو دا یې نه دي ویلي چې بس دی، بلکې هغوی د خپلو مثبتو فکري لارو چارو نه استفاده کړې، چې دې ګټې اخیستنې قوت ورکړی او بلاخره ټاکلې موخې یې ښه د نر غوندې ترلاسه کړې.

له دې یې باید موږ معلوم کړو چې دا ډول روش او کړه وړه خپلول یو مهم عادت دی، ځکه کولی شو چې په وسیله یې د بریا پرمخ رامنځته کېدونکې پولې او خنډونه ختم او له منځه یوسو.

ځیني خلک فکر کوي چې زما دا دا مشکل دی او نه یې شم کولی، خو دوی غلط دي، ځکه دا مهمه نه ده چې تاسې د ژوند په کومه برخه کې یاست، بلکې چې هر ځای کې یاست او هر ډول یيۍ د بریالیتوب لپاره مبارزه او کوښښ وکړئ، ډیر ژر به ور رسۍ، اما یوازې اراده او کلک هوډ باید عمل ترڅنګ درسره وي!

نو له پورته خبرو معلومیږي چې که چېرته د غوره شخص جوړېدو لپاره پرلپسې هلې ځلې وکړو، خپل مهارت په ښه ډول سره وکاروو او هره ورځ مو پر راتلونکې لازیاته پانګونه یا کار وکړو، نو نه ماتېدونکی او نه ویشل کیدونکی شخص به راځنې جوړ شي، کله چې ماتې نه منونکي شو، بیا ارزښت او روښانه شوی څراغ نه کمیږي او نه مړ کیږي.

په پای کې: ((که مو ارزښت کم نه کړ، یعنې ځانته مو ارزښت ورکړ، ډیر به کامیاب یاست، چې دا هر څه په عادتونو پورې تړلي، ښه عادتوه مو په ټولنه کې قدردان کوي او یو لوی اهمیت دربخښي))

ډاکتر نويد ”خپلواک“