که درس مو نه زده کیږي یا هیریږي نو دا لیکنه هتمن ولولئ

که درس مو نه زده کیږي یا هیریږي نو څه باید وکړو دغه لیکنه تر پایه ولولئ. د درس د ښه نه زده کېدو او يا له ياده وتلو او هېرېدو ستونزه نن ورځ په ډيرو ځوا نانو کې شته چې ځیني دیني او دنیاوي عوامل لري، مونږ دلته هغه عوامل ذکر او علاج یې ورته په ګوته کوو.

عوامل 

۱- ګناهونه: لکه بيګانه ښځو ته کتل، حرام فلم سيريال کتل، موسيقي اورېدل، وخت په بې ګټلو او چټې خبرو تېرول، په خپل وخت لمونځ نه کول، يا په سم شان لمونځ نه کول، جومات نه تلل او داسې نور .د ځنو په ذهن کې به دا پوښتنه را وګرځي چې کافران ډير ګناهونه کوي هغوی ولی درس زده کولای شي ځواب دا دی چې ستا په زړه کې توحيد او ايمان دی شيطان د هغه زړه، دماغ او فکر خرابولو کوښښ کوي په کوم چې توحيد او ايمان وي.

۲- د تحليل ، هدف او مفهوم پرته درس يادول: هر هغه درس چې تحليل، هدف او د مفهوم پوهېدو پرته ياد شي دماغ يې نه ساتي او ژر له ياده وځي. په خاصه ټوګه هغه درسونه چې ټول په فکر، ثبوت او تحليل پورې اړه لري لکه د انجنيرۍ علم.

هغه علم چې د تحلیل سره زده کیږي:

د رياضياتو ، تکنالوژۍ، انجنيرۍ علم په فکر، تحليل او ثبوت سره زده کيږي د فکر، تحليل او مفهوم پرته د فورمول او رابطې يادول هيڅ ګټه نلري ځکه که په فورمول، مثال، سوال او رابطه کې لږ فرق راشي دی نه ورباندې پوهيږي.

۳- د ورځنې درس ترک کول: ډير محصلين داسې وي چې خپل ورځنی درس نه وايي کورنی کار نه تر سره کوي ټول سمستر په عبثياتو تيروي خو کله چې امتحان را لنډ شي بيا فوق العاده درس وايي داسې درس ويل څه ګټه نلري ځکه د ده دماغ په کم وخت کې دومره بار نشي پورته کولای .

۴- د درس په زده کړه کې کوښښ نه کول: ځنې درسونه څه مشکل وي چې زده کړه يې حوصله غواړي که په لومړي ځل لوستلو زده نشی دوهم ځل لوستل يې پکار دي او يا دريم ځل مګر که بيا هم زده او تحليل نشي د استاذ او خپل ټولګيوال څخه پوښتنه کول پکار دي يا په هغه موضوع کې نور کتابونه کتل پکار دي ځنې کسان په پوښتنه شرميږي او يا کوښښ نه کوي چې دی اصلاً په آساسي موضوعاتو کې مشکل لري خو هغه نه حل کوي.

علاج: 

۱- د الله تعالی د پاره تقوی: هر کس چې تقوی اختيار کړي ( ټول ګناهونه ترک کړي او د اسلامي شريعت د اوامرو ساتنه وکړي) د هغه د پاره الله تعالی د دنيا او آخرت کارونه او مشکلات آسانه کوي.

لقوله سبحانه وتعالی: وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا، وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ (الطلاق ۲-۳ ).

او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ورته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی.

۲- دعا کول: خپل رب (جل جلاله ) ته لاسونو په دعا نيول اوښکې تويول او ژړل او هغه ته شکالت کول چې ماته درس آسانه کړه او پوهه مې زياته کړه ، ځکه چې د ټولو علومو خزانې له هغه (جل جلاله ) سره دي.

۳- اذکار: د قرآنکريم تلاوت د سورت الشرح (أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ … )تلاوت. او دا دعا ويل (رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي ) او ځنې طلاب، متعلمين او محصلين د امتحان پر مهال وارخطا او وېريږي چې دا ويره او وارخطايي دماغ ته زيان رسوي دوی به د امتحان صحنې ته د الله تعالی په ذکر ننوځي او د ستر امتحان (يوم القيامت) تصور به کوي.

د امتحان په پيل کې به د وېرې د لرې کېدو لپاره دا دعا وايي:

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092] نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم «لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّيْ كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِيْنَ» [سنن ترمذي 5 / 529] بغير له تا څخه بل د عبادت وړ نشته، پاکي تا لره ده، بې شکه چې له ما کمي وشو.او پر الله تعالی به توکل کوي.

۴- خپل ورځني درسونه ويل او د هغه په هدف او مفهوم ښه ځان پوهول.

۵- د درس د پاره داسې وخت ټاکل چې ګيډه خالي وي ځکه کله چې کيډه له خوراک څخه ډک شي بدن د هغه پر هضمولو کار کوي او ذهن مشغوليږي. نو د درس د پاره غوره وخت سهار او مازديګر دی.

۶- داسې ځای چې آرام وي سترګې، غوږونه او ژبه ټول درس ته متوجه وي.

همدارنګه داسې ځای چې اندامونه له حرامو څخه وساتل شي لکه: نا محرمو ته نظر نه کول، د غيبت او بهتان نه کول او داسې نور.