که د سوارلۍ په موټر کې سفر کوﺉ دا څو نقطې درسره یاداشت کړﺉ!!

١ – که د موټر نمبر پلېټ نه وه یا داسې ؤ چې د نمبر پلېټ نمبر یې سم نه ښکاري تګ مه پکې کوﺉ.

٢-  که موټر پاکستانی لاس هم ؤ ورته زړه مه ښه کوﺉ.

٣-  که د موټر دروازې مو ولیدې چې د ننه له طرفه ټولې خرابې دي یا په هغه ځای کې چې تاسو کیښنى دروازه مو خرابه وه، په هیڅ صورت مه پکې ځئ.

٤-  او هغه موټر چې په خپله خوښه درته ودرېد او د ځای پوښتنه یې له تا څخه وکړه او کوم ځای چې تا وویل او هغوي هم ښه کړه مه پکې ځئ.

٥- او کله چې د موټر شاه سېټ کې کینې، بل څوک مه پرېدﺉ چې خپله راکوز شي او منځ کې تاسو برابر کړي، یو خوا بل خوا مو دوی کیني او څه چې غواړي هغه درسره به وکړي!!!

۶-  مخکې سيټ کې د سيټ د شاته يا مخته کولو پر مهال احتياط وکړئ؛

٧-  مبايل مه کاروئ او قيمتې اشيا مو لاس کې مه نيسئ

٨-  تل متوجه اوسئ تر څو مو کوم څوک جيب ونه وهي،

 

ستا سې ورور Waziri