که غواړئ چې خپلو موخوته ورسیږئ نو ولولئ !

دباورځواک

باورڅه شی دی؟

ژپاړن : نصرت الله نصرت صاحبازاده .

باوریوپټ فکردی ، چې ژوندته ماناورکوي . اودستونزو پرمهال زموږښه لارښود دی. باور زموږ ادراک راژوندی کوي.

باور هغه څه دي چې مغزرهبري کوي او کله چې فکرکوئ څه سم دي ؟ ستاسو باور ستاسو مغزته لارښوونه کوي او دحقیقت په لټه کې کیږي ، څوستاسو دباورڅخه ملاتړوکړي.

داپه دې مانا  که تاسو باور ولرئ ، چې په ژوندکې بریالي یاست ،همداسې به وه شي .که تاسو چېرې په خپل ژوندکې په خوشالۍ او هوساینې باورلرئ ، نو ددې هدف ۵۰ سلنه بریامو دشته باورله مخې خپله کړه ، او په دې وخت کې ستاسو مغز دباور دملاتړله پاره  په حقایقو پسې ګرځي .

په بل عبارت : باور او هیله یو له ځواکمنو قوو ده ، چې کولای شو له هغې څخه دبریا په لورپه وړاندې تګ کې ګټه واخلو .

له شک پرته چې تاسو به ډېرداسې کسان لیدلي وي چې دباوراو هیلې په وسیله يې له مخې ډېرخنډونه لري کړي وي او دبریال منزل ته رسیدلي . دهغوي بریا دهغوی ژور باور او هیله ده چې په راتلونکي يې لري.

ستاسو باور او هیله له تاسو سره مرسته کوي هغه سرچینې چې ستاسو په وجود کې شته رابرسیره کړي. او په پای کې مو خپلې ټاکلې موخې ته ورسوي.

ایاتاسوله خپلوهیلوڅخه خپلوموخوته درسیدوله پاره ګټه پورته کوئ ؟ ایا تراوسه موپه روانې لحاظ ددرملنې په اړه اوریدلي ؟ ډېروګړي پرته له دې چې درمل ووخوري له سختو ناروغیوڅخه ښه شوي دي . څېړنو ښودلې  دنړۍ څومره ډاکتران چې ناروغانو ته درمل توصیه کوي یوازې دناروغ دجسمې بدلون له پاره مرسته کوي ، نه دناروغۍ دعلاج له پاره