چهارشنبه , 15 مې 2024

که غواړئ چې سالم ذهن ولرئ، نو دا عادتونه خپل کړئ

د ذهني سکون او د ذهن د سالم پاتې کېدو په اړه بېلابېلې خبرې شته دي، خو ډېر کم خلک په یادو خبرو عمل کوي او نور ټول یې په عملي کولو کې پاتې راځي.

د ذهني او مغزي روغتیا له پاره باید موږ له پیله ځيني عادتونه خپل کړو او عمل ورباندې وکړو. دغه عادتونه ډېر واړه ښکاري، خو په اصل کې ډېر مهم او اړین دي.

د طب ماهرینو د دماغي روغتیا په اړه بېلابېلې څېړنې کړې دي او د دماغي روغتیا په اړه یې وخت ناوخت خلکو ته مشورې ورکړې دي، خو یادې مشورې یوازې د عادتونو د بدلولو او پر مغزو سربېره د نور بدن روغتیا ته د پاملرنې په اړه وې.

خو اوس موږ تاسو ته ځيني داسې عادتونه درښایو، که چېرته یې عملي کړئ، نو له پوره ذهني سکون او ارام نه به برخمن شئ.

 

هيله مند اوسئ

د یوې څېړنې له مخې، په هیله مندو کسانو کې د زړه او د فلج غوندې وژونکو ناروغيو امکان ۳۰ سلنه کم وي. په ۲۰۱۹ کال کې د یوې سر شمېرنې له مخې معلومه شوه، چې د هغو کسانو عمر د نورو په پرتله اوږد وي، چې مثبت فکر کوي.

د طب د ماهرینو په وینا، مثبت فکر کوونکی او هیله مند انسان د سالم ذهن او روغې سټې خاوند وي او یاد خاصیتونه یې د بېلابېلو ذهني او رواني ناروغیو پر وړاندې خنډ جوړوي او د یادو ناروغیو پر وړاندې مقاومت کوي.

ماهرین ځيني نور عادتونه هم خلکو ته ورښايي، چې که یې خپل کړي، نو له پوره ذهني سکون نه به برخمن شي او د خوشحالۍ احساس به وکړي.

ماهرین وايي د ثواب په نیت رضاکارانه خدمتونه کول، تل شکرګزار اوسېدل، ټولنیزو اړیکو ته دوام ورکول او د هر څه په اړه ځان پوهول که مو ورځني عادتونه شي، نو ذهن به مو سکون ومومي او د خوشحالۍ احساس به وکړئ.