happy young beautiful child have fun on eadow with soap bubbles toy

که غواړې ښایسته ژوند ولرې؛ ددې درې شيانو فکر پريږده

ژباړه: محمد جاوید صافی

 

۱- ستا تیر وخت

۲- د نورو خلکو قضاوت

۳- پیسې

 

۱- تیر شوي وخت ته دا اجازه مه ورکوه چې ستا حاضر او راتلونکی کنټرول کړي، که پخوا درته هر څه پیښ شوي وي نو اوس یې له یاده وباسه او په اړه یې فکر او تشویش مه کوه.

پخواني دردونه دې شاته وغورځوه ځکه چې ستا راتلونکي ته کوم زیان نشي رسولای، هغه تیارې هیرې کړه ځکه چې ستا د روښانه راتلونکي روښانتیا نشي تیاره کولای.

تیر وخت تیر شوی دی: که غواړې چې خپلو هیلو ته ورسیږې نو همدا اوس شروع وکړه، او فکر دې د نن او سبا په اړه وکړه.

تیر بد خاطرات دې ته مه پریږده چې ستا اوس او راتلونکی خراب کړي، همدا نن ستا د خوشالیو وخت دی، هغه وخت دی چې ته کولای شې ځان بریالی کړې

 

۲- د نورو خلکو د قضاوتونو په هلکه چې ستا په اړه یې کوي فکر مه کوه.

کله چې یو کار کوې نو له مخکې فکر وکړه چې ایا زه چې دا کار شروع کوم نو باید سرته یې ورسوم، او د نورو د قضاوتونو څخه مه ویریږه، په ځان باور ولره او ویره دې ووژنه.

 

۳- پیسې: د دې مطلب دا ندی چې پیسې ښې ندي، ځکه د پیسو په واسطه ته ډیر څه کولای شې او زیاتو خلکو سره د د پیسو پواسطه مرسته کولای شې.

خو دلته مطلب دا دی چې خپل تصمیم هدف خامخا د پیسو پورې مه تړه، که چیرې ته خپل هدف ته ورسیږې نو پیسې به هم لاسته راوړې.

دلته مطلب دا دی چې خپل اهداف هیڅکله هم د یو څه پورې مه تړه بلکې هڅه کوه، او څه چې دې په توان کې وي ګټه ترې واخله