که څه هم په لسګونو میلیونو کسان هره ورځ لږ تر لږه یو ځل د فېسبوک پاڼې ته ننوځی خو د دې نړیوالې شبکې په اړه معلومات نه لری. څوک یې له نورو سره د اړیکو لپاره اسانه وسیله ګڼی، بعضې یې د عکسونو او ویډیوګانو لپاره فیسبوک لری، د ډېرو نورو مسایلو سریبره خو کم شمیر خلک بیا فېسبوک د تجارت د یوې ښې لارې په توګه کاروی.
راځئ دا چې تاسو له فېسبوک څنګه استفاده کوئ دلته یې په اړه ولولئ:
۱- په ورځ کې پر فېسبوک کې څومره وخت تېروئ؟
په نړۍ کې د فېسبوک کاروونکی په اوسط ډول د ۳۰ نه تر ۴۰ دقیقو پورې وخت د فېسبوک په کارولو تېروی.
دا موده د هېوادونو په پرتله توپیر لری. د بېلګې په ډول په امریکا کې د فېسبوک کاروونکی هره ورځ ۵۰ دقیقې وخت په فېسبوک کې تېروی.
۱- څومره کسان فیسبوک لری؟
که چیرې فېسبوک یو هیواد وای نو له چین به یې نفوس ډېر وای، ځکه د وروستیو شمېرو له مخې هره میاشت شاوخوا ۱،۴ میلیارده انسانان فېسبوک په فعال ډول کاروی.
۲- په فېسبوک کې له هر چا سره ملګرتیا مه کوئ
د فېسبوک د قوانینو له مخې له ۵ زر ډېر ملګری په کې نه ځایږی، په دې وخت کې تاسو مجبوریږئ چې نوی دوستانو د منلو لپاره ځینې له لیسته وباسئ، چې دا کار له خطره ډک دی.
د راپورونو له مخې په نړۍ کې تر اوسه پورې لسګونه کسان د خپلو ملګرو له لسته د نورو د ویستلو له امله له سخت تاوتریخوالی سره مخ شوی دی.
ښکنځلې، بد رد ویل او د امکان په صورت کې مخامخ جنګ کول عادی کار دى.
۳- د فېسبوک ناروغۍ وپیژنئ
فېسبوک داسې یو ښار دی چې د وتلو دروازه نه لری، دا په دې معنا چې ځینی خلک کله چې فېسبوک ته ننوځی بیا په ډېر سختۍ د وتلو لاره پیدا کوی، چې له دې سره ترې د ژوند نورې چارې پاتې وی.
په همدې اساس په امریکا، چین او یو زیات شمېر نورو هېوادونو کې د روانی ناروغیو پوهان اوس “د فېسبوک د اعتیاد“ د ناروغۍ په نامه د یوې نوې روانی ناروغۍ په کشف همغږی دی.
بلخوا په یو شمېر هېوادونو کې د فېسبوک د ناروغۍ د درملنې لپاره حتا ځانګړی مرکزونه هم جوړ شوی دی.
۵ –فېسبوک د شخصی معلوماتو اسانه لار
د فېسبوک پاڼه د دې توان لری چې د کاروونکو په اړه ټول محرم معلومات په اسانۍ سره نشر کړی.
د بېلګې په ډول په موبایل کې د ګېم وهلو پرمهال ستاسې معلومات په فېسبوک کې نشریږی، ځکه چې هر ګېم په فېسبوک پاڼه او ګروپونه لری. د دې ښه بېلګه د Candy Crush Saga په څېر د ګېمونو د بلنې د لېږلو پرمهال په غیر مستقیم ډول د نورو سره د معلوماتو شریکول دی.
۶- د فېسبوک شرکت په یوه دقیقه کې ۲۵ زره ډالره زیان کوی
د فېسبوک شرکت د پاڼې تخنیکی ستونزې له امله د تړل کېدو پر مهال په هره دقیقه کې ۲۵ زره ډالره زیان کوی.
د اوس لپاره د فېسبوک د پاڼې تړل کېدل امکان نه لری. ځکه چې حتا د دې شرکت مشر مارک زکربېرګ هم د دې صلاحیت نه لری. د یوې تخنیکی ستونزې په پایله کې د فېسبوک د پاڼې موقتی تړل کېدل دې شرکت ته په میلیونونو ډالره مالی زیان رسوی.
یادونه: تاسې په فېسبوک د ورځې څو پوسټونه کوئ؟ د څه لپاره کاروئ؟ نورو ته مو مشورې څه دی؟
ژباړه راټولونه: مریم محمدی