که لاندې لارښووني عملي کړی ، ژوند به خوندور شي او ستونزي به کمي شي!

د عربی نړۍ مشهور او نړیوال عالم دوکتور عائض القرني وايي:

زه درته تر خپلې پنځوس کلنې مطالعې، تجربې،تدریس او سفرونو وروسته څلور لارښونې کوم: ( مه خپه کیږه،مه وېریږه، مه غوسه کیږه،او بد مه ګڼه)

۱- مه خپه کیږه؟  په تېر مه خپه کیږه، د تېر فایل وتړه، د هېرې نړۍ ته یې وسپاره او ژوند له نوي سره داسې پیل کړه لکه همدا نن چې زیږیدلی یې.

۲- مه وېریږه؟  د راتلونکي په اړه اندیښنه مه کوه راتلونکی خپله راځي،هڅه وکړه همدا نن نوښت وکړې، سبا سبا ته پرېږده د سبانۍ ورځې ذمه واری اللهﷻ اخیستې. څوک چې درته پرون کافي و، سبا هم درته کافي دی او چاچې په تېر کې و ساتلې، راتلونکي کې دې هم ساتنه کوي.

۳- مه غوسه کیږه؟  له غوسې او را پاریدو ځان وساته، ځکه دادې اخــلاق او له نورو سره اړیکې خرابوي، غوسه نیکي له منځه وړی،بدي زیاتوي او تقریبا د هرشي لامــل غوســه ده.

۴- بد مــه کڼه؟  تقدیر بد مه کڼه او په هغه څه چې الله ﷻ درته لیکلي، بلکې په تقدیر راضي او قانع اوسه چې تر ټولو نېکمرغه انسان شې.د الله تعالی په وعده ډاډ من او په حُکم یې راضي اوسه چې له امن، سکون او اطمینان ډک ژوند وکړې.