که له پېريانو ډارېږئ، دا ولولئ

یوازې زموږ ټولنه نه ده چې ډېری خلک يې له پېريانو ډارېږي او د يو بل د وېرولو له‌پاره د پېريانو کيسې کوي، بلکې د نړۍ ډېر هېوادونه شته چې د خلکو یې له پېريانو زړه چوي.

په دې به نه واست خبر چې د دې ډول خبرو اورېدل او بیا پرې باور کول انسان له کوم ډول ستونزو او ناروغیو سره مخ کوي.

ساینس‌پوهان وايي، نور خو یې پرېږده ان په دې اړه فکر هم انسان ته رواني ناروغۍ پیدا کوي.

د “نیشنل سټډي ان یوت اینډ ریلېجن” په نوم یوه نړیوال څېړنیز مرکز په خپله تازه څېړنه کې چې پر ۳۲۹۰ ځوانانو یې کړې لیکلي، هغه ځوانان چې په دې اړه یې حتا د ورځې یو ساعت هم فکر کړی، نسبت نورو ته یې ذهني توازن سم نه دی.

په څېړنه کې ویل شوي، دا خبرې له ماشوم‌توبه پر یوه انسان بده اغېزه ښندي، هغه مهال چې مور او پلار یا یې نیا او نیکه ورته د دېو، شيشکې، بلا او نورو کیسې کوي.

څېړونکي له خلکو غواړي، د دې پر ځای چې خپل قیمتي وخت په دې خبرو ضایع کړي، ښه ده چې د تفریح او چکر په اړه فکر وکړي.

سرخط ورځپاڼه