یکشنبه , 28 اپریل 2024

که ملګري مو دا نښې لري؛ ملګرتیا یې پرېږدئ

لیکوال: عبدالرقیب سایل

ملګرتیا هغه تړون دی، چې خلک په کې له فکرونو نیولې ان تر رازونو او پټو خبرو پورې ګڼ مسایل یو بل سره شریکوي. دا تړون ډير حساس وي ځکه د ژر ماتیدو امکان یې ډير وي خو ددې تړون اوږدېده وخت، فکر او سپېڅلې مینه غواړي. ډير کله ملګرتیا ډيره په اسانۍ ماتیږي خو پر یو بل باور بیا ډير ستونزمن وي. دلته هغه ټکي درسره شریکوو، چې که مو په ملګري کې ولیدل، نو لاره ځینې جلا کړئ، ترڅو خپګان مو بیا د اختلاف سبب ونه ګرځي.

۱. ستا نه درک کول

ځینې خلک دا هنر لري، چې نور خلک ډير ژر جذبولی شي او ملګري یې جوړوي، خو د ملګرتیا د تار لپاره د یو بل په سم ډول درک کول مهم دي. که مو چا سره ملګرتیا پخه شوې وه او وپوهیدی چې ملګری مو سم نه درک کوي؛ یعنې تاسو مثبت فکر کوی او هغه یې برعکس ګڼي یا تاسې غواړئ چې خوښ وه اوسی خو هغه مو خنډ ګرځي همدارنګه ممکن کله له همدې ملګري سره مېله وکړه/ چیرته ورسره په سفر لاړ شئ ترڅو له ژونده خوند واخلئ خو دی مو د ټولو مانع ګرځي او تاسې نه پرېږدي چې په خوله خندا ولری او سپېڅلي وه اوسئ نو پرته له څه ویلو او بحث کولو څخه له ملګري خپله لاره ورو – ورو جلا کړئ.

۲. لوړتیا او غرور یې

که په دې وپوهیدی چې ملګری مو په بله هوا کې دی او هوايي خوبونه ویني یا د کبر په ټال زانګي او تاسې بیا ددې افعالو مخالف یئ نو پر ضد یې مه واقع کېږئ او تاسې په دې قانع وه اوسئ، چې غرور یوه ورځ نه یوه یوه ورځ زوال لري. له دې سره – سره تاسې خپله خاکساري ښيي. کیدای شي چې ملګري مو وپوهیږي او خپل غرور پرېږدي خو که ونه شو نو بیا ښه دا ده چې له دا ډول ملګرو سړی ځان وژغوري ځکه لویي یوازې د ستر رب له شان سره ښايي.

۳. یوازې خپله ګټه په پام کې نیول

که مو ملګري هر څه ځان ته غوښتل او خپلې ګټې ورته ډیرې مهمې وي. حتی ستاسې په ګډ کار کې هم ده خپلې خوښۍ لټولې نو جر و بحث ته اړتیا نشته، چې ما ویل او تا ویل په کې وشي. که دواړه خپلې ګټې وغواړی نو ملګرتیا مو سمه مخته نه ځي. ملګري ته د دواړو ګټې باید مهمې وي. خپلې ګټې شریکې وګڼي او تاوانونه هم سره ګډ وبولي. کنه دا ټکی به هم دوه ملګري سره جلا کړي.

۴. ستا او د ده په اړیکې نور نه خبرول

ملګرتیا د ژوند پایښت سبب ګرځي. ملګری انسانان له ډيرو ستونزو او کړاو ژغوري. همدارنګه د ملګرو په شتون کې څوک د یوازېتوب تصور نه لري. په فکر کې یې ورځي چې ټوله نړۍ له ده سره ده. دا اړیکه د غلا او یا د کومې بلې شوکې لپاره نه وي رامنځته شوې. ولې ترې نور باید خبر ونه اوسي؟ ضرور باید په دې اړه خلک خبر وي ځکه ملګرتیا نورو ته هم د ښه ژوند کولو لار ښيي. که مو ملګري نه غوښتل، چې ستا او دده په اړیکې نور خبر شي نو خامخا به کوم لامل لري، چې ولې دی نه غواړي. نو په دې وپوهیږه، چې له تاسې سره دده اړیکه د موخې لپاره ده؛ کوم چې هدف ته په رسیدو به بیا دا اړیکه نه وي نو تاسې وار لومړی کړئ او ملګرتیا یې پرېږدئ.

۵. تا د وسیلې په توګه کارول

ځینې انسانان دا خاصیت لري، چې له نورو استفاده کوي. ګټه اخیستل په مختلف ډول ترسره کېږي، خو په ځانګړي ډول له ملګري د وسیلې په توګه ګټه اخیستل لویه بد اخلاقي ده. دا سمه ده، چې ملګری له انسان سره د ژوند په اسانتیاوو کې مرسته کوي، خو دومره نه چې د یوې وسیلې په توګه ترې کار واخیستل شي. دا د انسان/ ملګري په ځانګړنو کې نه ده.  نو له همدې امله ملګري ته مو ګورئ، چې له تاسې سره د ملګرتیا اړیکه څنګه پالي. ځير وه اوسئ؛ که مو ملګري لږ غوندې هم دا ډول فکر وکړ، نو خپله لاره ځينې کږه کړی او د نورو ښو اړیکو په هڅه کې شي، ترڅو ارامتیا مو په برخه شي.