که پاکستان له عقله کار وانخلي نو یو بل بنګال هم جوړېدونکی دی

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند یو تن مشر خواجه اصف د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان نه غوښتنه کړې ده چې د وزیرستان د پېښې په اړه دې سپیناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې که پاکستان له عقله کار وانخلي نو یو بل بنګال هم جوړېدونکی دی.

اصف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې په وزیرستان کې د پښتون ژغورني غورځنګ پر غونډه پاکستاني پوځیانو برید وکړ او ددې غورځنګ ځني غړي یې ووژل او ددغه غورځنک یو غړی علي وزیر یې له ځانه سره یوړ.

له دې پېښې وروسته په ټول پاکستان کې د پاکستاني حکومت پر ضد لاریونونه شوي او له دې سوله ییز غورځنګ سره یې د پاکستان له تشدده ډک چلند سخت غندلی دی.