که پر ناول لیکنې تم شو!

عبدالرحمن عابد

 

د ناول لغوي مانا نوی مفهوم دی او په اصطلاح کې هغه داستان یا کېسه ده چې له لنډې کیسې لویه او له رومانه لنډه وي ولې ځانګړنه یې دا ده چې په یوه نوي انداز له ژوند سره حیرانونکو تړلو مسایلو ښه انځور وړاندې کړي.

 

یا ناول هغه نثري کېسه ده چې موضوع یې له انساني ژوند سره په داسې تار پیلې وي چې د ژوند بېلابېل اړخونه پې په مسلسل ډول وړاندې شي».

 

ناول چې اروپا کې پیل او بیا پښتو ته هم له اردو ژبې څخه څه باندې یوه پېړۍ وړاندې راغی اوس یې د ودې لومړني پړاوونه وهلي، ثمر ته رسېدلی؛ خو لا هم د دې برخې د ډیرو لیکوالانو په اثرونو کې ځينې نیمګړتیاوې لیدل کیږي.

 

ناول چې بېلابېل ډولونه او اړخونه لري؛ له ډلې یې: کرداري، واقعیتي، نظریاتي، روماني، پولیسي، تاریخي، جاسوسي، سیاسي، ډرامه یي، سیاسي، ساینسي، روان یا روحي او … ناولونه مشهور او یا هغه دي چې زیات لیکل کیږي، لوستونکي یې ډير او اخیستونکي یې هم زیات دي.

 

دلته بحث د ناول په تاریخچې ډولونو او د ناول لیکوونکو لیکوالانو په پژنندنې نه کوم. نېغ خپل مقصد ته راځم او زما هدف په اوسني وخت کې پر ناول لیکنې راڅرخیږي.

 

په اوسني دور کې چې ناول لیکنه په عروج کې ده او د ۱۹ او ۲۰ مې پېړۍ په څير افسانو، کېسو، داستانونو، رومانونو او نکلونو ته زیاته توجه نه کیږي، د لیکوالانو زیات تمرکز په ناول او لنډې کېسې لیکلو دي. خیر د لنډې کېسې بحث بیل دی؛ خو دلته به د ناول لیکنو ځینو لارښوونو، ستونزو، غلطیو او خطاوو ته راشو:

 

که څه هم یوازې، کېسه، پلاټ، کرکټرونه، پیغام، مکالمې، غوټه پرانیستل، منظر کشي، غوټه پرانیستل، تلوسه او احساس د ناول له مهمو برخو څخه دي؛ خو له دې ورهاخوا په ښه پیل او پای، د کېسې د بیانولو په ژبې، هنريت، د نويو ترکیبونو او اصطلاحاتو په راوړلو، له کلیشه تېرېدلو، معنا لرونکو لنډو جملو راوړلو، په نازکو وختونو کې د شعرونو، متلونو او لنډو کېسو په استعمال او ځینو نورو برخو هم بحث کولی شو.

 

تاسې به ډیر ناولونه لوستلي وي؛ خو ایا کله داسې درسره پېښ شوي، چې یو ناول مو له لومړي ځل لوستلو سره زړه ته دومره ژور ښکته شوی وي، چې وروسته مو هغه ناول څو ځله لوستلی وي؟ خپله زه له داسې تجربې سره مخ شوی یم. ما ته د ښاغلي مصطفی سالک (پاتې شه باران دی)، د نصیر احمد احمدي (بوډا او د لیوانو پلونه)، د عبدالخالق رشید (دلته خدایان خوشحاله دي) د مرحوم شپون صیب (ګټیالي)، د امنه اقبال احمد اردو (دهند) ناول، د مرحوم شوق (پروني مخونه) د رحیم الله بشارت (د شنو ګټو قاضي)، د محب زغم (د ولسمشر فرمان) د سید نظیم سیدي ژباړه (نن شپه اوښکې توییږي)، د اېمل امیدي (که زه درسره نه وم)، د محمداجان یار (هوسۍ)، د ارش ننګیال (ولسمشر ما وژلی) او له سیاسي تضاد سره، سره د سلیمان لایق (غرونه کساتونه) ناولونو د بیا لوستلو جنونېت پیدا کړی وو.

 

خو د سمیع الدین (شین خالۍ)، د رفیع الله روشن (وروستی ارمان)، د ایاز الله ترکزي (جونګړه)، د نیک محمد بارک (عاشقي)، د طارق نجیب ژباړه (یوازې شوی)، د صالح محمد صالح ژباړه (تالنده) د محمد نعیم وردګ (بدنامه مروا)، د رحمت الله رحمت (امېد)، د عبدالقادر مجرم (بختیالۍ)، د سمیع الدین (شین خالۍ) د احمدالله مسلمیار (ژړېدلې اوښکه)، د شکرالله پاڅون (ګناه زما ده)، د خیال ستانیکزي (د سپوږمۍ خور)، د محمد خان ذهین (د یتیمۍ نجلۍ مینه)، د وږمه صبا عامر (طالب جان)، د اېمل امیدي (جرم او جزا)، د حیات روغاني (نینځک)، د یار محمد سهار (زانګو)، د ودان احمدزي (ناظر)، د نور عمر (ایمان)، د نجیب الله الکوزي (جاسوسه ونیول شوه) او ان د اردو ژبې د مشهور ناول لیکوونکي نسیم حجازې ځینې ناولونه نه خوښیږي، ځینې ستړي کوونکي، ځينې یې له کېسو خالي، بعضې یې له وخت سره سمون نه خوري، ځينې یې ډیر حادثاتي او فلمي ماډله دي. زه چې پر پورتنیو ناولونو نیوکه کوم؛ محترم لیکوالان دې نه خفه کیږي؛ ځکه پر (پاتې شه باران دی) ناول مې د لوستونکو څرګندونې کتلې، چې د سپین کوچي نظر مې مخې ته راغی؛ هغه له ټول جرائت سره پر دغه افسانوي او په خپل ځان کې د ستر او نادر تخلیق ښودونکي ناول پر لیکوال نیوکه کړې وه چې د ناول پای یې ښه نه دی؛ ځکه لږ څه ترې فلمي ماډله شوی دی.

 

را به شو د ناول تر ټولو مهمې برخې ته او هغه د ناول کېسه ده. دا برخه د ناول له لیکلو وړاندې د لیکوال په ذهن کې راټوکیږي. هر تن چې یو څه لیکي؛ خو له وړاندې به یې سوژه لري! نو چې یو څوک ناول لیکي له وړاندې به کېسه لري. داسې یوه کېسه چې له ټولنې سره اړخ ولګوي؛ هدف مې دا و، چې کومې ټولنې ته ناول وړاندې کوئ باید د هغې ټولنې له پاره ناول ولیکل شي؛ نه دا چې په عصري ټولنه کې د دریمې نړۍ انځورونه وکاږې او یا د دریمې نړۍ له پاره د ستورو او اسمان ساینسي څيړنې وړاندې کړې، دا کار به ستاسې لوستونکی خسته کړي. ځکه د یوې خاصې کیسې نشتون د لوستونکي زړه وړاندې تګ ته نه ښه کوي. یوه ورځ مې د پښتو ژبې تکړه ناول لیکوونکي نصیر احمد احمدي ته ویل، چې ناول کې تر ټولو زیات څه شي درته مهم ښکاري په دوو تورو کې یې ځواب راکړ: «کېسه او تلوسه».

 

ومې ویل: بس!

 

کړه یې: هو! یوه ښه کېسه او زړه وړونکې تلوسه د ناول لیکنې له پاره کفایت کوي.

 

ما چې د صالح محمد صالح ژباړل شوی ناول (تالنده) وکوت نو ډیر مې خوښ نشو؛ لاملونه یې په ګوته کوم:

 

تر ډیره له ادب سره د زیاتې اشنايي درلودونکو خلکو له پاره لیکل شوی و؛ ځکه فلیسفانه رنګ یې درلود، عامه ژبه پکې نه وه کارول شوې، کېسه یې هم تر ډیره ګنګسه وه، د تصویر یې د افغاني ټولنې نه و (مګر دا هومره ستره ستونزه نه ده؛ ځکه ناول ژباړل شوی او د ژباړن خپل تخلیق نه و؛ نو معلومه ده چې انځور به یې هم د اصل لیکوونکي د هېواد او ټولنې و) او مکالمې یې هم کله ناکله د اوږدوالي له امله ستړې کوونکې وې؛ خو سره له دې پکې هنریت او په ځينو ځایونو کې لږ څه تلوسه ځای پر ځای شوې وه؛ خو برعکس که تاسې د احمدي صیب بړبوړکۍ ناول وګورئ؛ نو یوه ښه کېسه، عجیبه تلوسه او ښه انځور لري. همداراز یې د ناول غوټه هم په وروستۍ مکالمه کې خلاصه کړې، پلاټونه یې له یو بل سره په ځانګړي مهارت تړلي او د کوچیاني ژوند یو ښکلی انځور له ځانه سره لري. نو په پای کې ویلی شم چې یوه ښه کېسه د یو ښه ناول بنسټ دی؛ تلوسه، کرکټر او نورې برخې وروستنۍ برخې دي.