که پنجاب په پښتونخوا خوراکي توکي بند کړي، پښتونخوا به پرې برېښنا بنده کړي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته ویلي، چې که پنجاب په پښتونخوا ایالت غلې دانې بندې کړي؛ نو دوی به په پنجاب د پښتونخوا برېښنا بنده کړي. د عوامي نېشنل ګوند مشر دا خبرې د خان عبدالغفار خان یا باچا خان د دوه دېرشم تلین لمانځلو پرمهال د پېښور د نوښار په امان ګړ سیمه کې کړي دي. په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند پلویانو روانه اونۍ د باچا خان د اونۍ په توګه اعلان کړې. د باچاخان د اونۍ په پیلېدونکې غونډه کې د باچاخان د مرکز یو لوی تالار د معاصر افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي په نوم ونومول شو. خدايي خدمتګار خان عبدالغفار خان یا باچاخان په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې ومړ او په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.