که څوک سوله په خپل انحصار کې راولي مخنیوی یې کوو

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي کابل کې د وحدت اسلامي ګوند غړیو له لوري جوړې شوې غونډې ته وینا پر مهال وکړې.

د نوموړي په خبره د انحصار له لارې افغانستان “هیڅ ‌کله” سولې ته نشي رسېدلی او که څوک دا ملي پروسه په خپل انحصار کې راولي نو د سیاسي جریانونو له ممانعت سره به مخ شي.

خلیلي په داسې حال کې دا څرګندونې کړي، چې تیره ورځ د دولت جوړونکي انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د سولې مذاکرات دوه اړخونه لري، چې یو یې د افغانستان دولت او بل یې وسله ‌وال طالبان دي.  خو ښاغلي خلیلي وویل افغان حکومت ددې قضیې یو لوری دی او اصلي اړخونه یې هغه سیاسي ډلې دي چې له طالبانو سره یې مخالفت درلود او په جګړه کې ورسره ښکیل وو