که چیری غواړی تل د الله ج په حظور کی سرلوړی اوسی نو دمور او پلار سره تل داسی رویه کوه

۱- د ګناه له امر پرته د مور او پلار هره خبره ومنه.

۲- له هغوی سره له مهربانۍ او ادب ډکې خبرې وکړه.

۳- کله چې در باندې راشي، ور ته ودرېږه.

۴- سهار چې له کوره وځې، او ماښام چې بيرته راځې لاسونه يې ښکل کړه.

۵- د هغوی د حيثيت، شرف او مال ساتنه وکړه.

۶- تل يې عزت وکړه او څه چې غواړي ور يې کړه.

۷- په کارونو کې دې ور سره سلا مشوره وکړه.

۸- هر وخت دُعا ور ته کوه او له خدايه بخښنه ور ته غواړه.

۹- که ميلمه ور سره وي له دروازې سره نږدې کښېنه او د هغوی سترګو ته ګوره ښايي هغوی در ته کوم پټ امر وکړي.

۱۰- هغه کار چې دوی پرې خوښيږي، پرته له دې چې دوی يې در ته ووايي، سر ته ورسوه.

۱۱- د هغوی په وړاندې خپل غږ مه پورته کوه.

۱۲- د خبرو په مينځ کې يې مه ورلوېږه.

۱۳- ناندرۍ مه ور سره وهه. که پوره باور لرې چې ستا رأيه سمه ده، په خوږه ژبه قناعت ورکړه، خو که په خپله رأيه يې ټينګار وکړ، کينه مه ور سره کوه که څه هم چې هغوی په ناسمه وي.

۱۴- دروغ مه ورپورې تړه او هغه څه يې مه اخله چې اجازه يې نه وي در ته کړي.

۱۵- ..سفر ته د هغوی له اجازې پرته مه وځه.

۱۶- که خدای مه کړه په سيګرټ څکولو اخته يې، که هغوی يې اجازه در کړي هم، د هغوی په وړاندې يې مه څکوه.

۱۷- خوب يې مه ګډوډوه.

الله ج د اول ماته بیا ټولو دوستانو ته دی پدی کارونو عمل توفیق ورکړی امین یاربالعالمین