د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د څرخي پله زندان د بندیانو لپاره د ښوونې او روزنې پر يوه بشپر مرکز بدل کړي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي پرون د څرخي پله زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او په دغه زندان کې دننه یې د یوه ښوونیز انسټېټيوټ د جوړولو ژمنه وکړه.
دغه راز اندرابي په مرکزي زندان کې د پرمختیایي پروګرامونو د شویو پرمختګونو ليدنه او اروزنه هم وکړه چې یو باب ۵۰ بستریز روغتون، د جامع جومات محراب او د نویو بلاکونو جوړول په کې شامل دي.