کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې امنيتي کامرې نصبوو

‏د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین عبدالله مختار د چین د  هواوې کمپنۍ له مشر ويکتور سره په کتنه کې ويلي، په پام کې ده، چې د افغانستان په هر ولایت کې د کامرو پرمختللی سیستم فعال کړي، خو د پروژو په پلي کېدو کې يې پر غوره کيفيت او کمې بيې ټينګار کړی دی.