کورنیو چارو وزارت: د غیرې مسؤله وسله والو سره جدي چلند کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د غیرې مسؤله وسله والو ډلو او افرادو پر وړاندې د جديت خبره کوي او وايي، د دوی په وړاندې يې زغم پای ته رسېدلی دی.

د دې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې د ټولو هغه افرادو او غیر مسوله وسله والو ډلو پروړاندې به جدي اقدامات وکړي چې د خلکو په وژنه، ځورونه، غلاوو، تښتونو او په نورو جنایي جرمونو کې لاس ولري.

دا په‌ داسې حال کې ده چې تازه د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښونه کړې چې ټولې هغه وسلې چې د ګرځولو جواز یې ختم شوی وي، راټولې کړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د هېواد خلکو ته ډاډ ورکوي چې د سازمان شویو جرمونو او جنایتونو پر وړاندې به جدي چلند وکړي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ د ۱۲ مجرمینو لېست خپور کړ چې په مختلفو قضیو کې یې لاس درلود.