کورنیو چارو وزارت د ولسمشر غني د ځانګړي ساتونکی وژنه تایید کړه

تیره شپه پغمان کې د ناپېژانده وسله والو له لوري د ولسمشر غني یو ځانګړی ساتونکی قیام الدین مقصودي ووژل شو او د پي پي ایس یو بل کارکوونکی ټپي شو، چې اوس کورنیو چارو وزارت د نوموړي وژنه په رسمي توګه تایید کړې ده.

د یاد وزارت مسوولین وایي د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.