کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په بغلان کې د برېښنا څو پایې په بمونو الوزولي دي

د کورنیو چارو وزارت په وینا د برېښنا په یادو پایو کې د کابل په شمول د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم وارداتي برېښنا راغلې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېښنا ددغو پایو په تخریب سره د ننګرهار برېښنا هم په ساعتونو نه وي، معلومه نه ده چې د ننګرهار برېښنا هم له وارداتي برېښنا ده، که څنګه؟

د برېښنا مسوولین تل وايي، چې ننګرهار ته ورکړل شوې برېښنا د نغلو د برېښنا کوټ ده، خو بیا داسې ګنګوسې هم شته چې د نغلو برېښنا کابل ته ورکړل شوې او ننګرهار ته هم وارداتي برېښنا ورکړل شوې ده.