ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو د امنیت لپاره څه باندې سل زره سر تیري چمتو دي او ډاډ ورکوي، چې ټاکنې به په پوره امنیتي فضا کې ترسره شي.
کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د ټاکنو امنیت لپاره د چمتو والي خبر ورکوي، چې یو شمېر نوماندان، سیاسیون او عام خلک راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې امنیتي ګواښونو ته اندېښمن دي.
ټاکل شوې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې میزان میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.