کورنیو چارو وزارت وايي په نني برید کې ۱۵۹تنوته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته څیرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې څوارلس تنه وژل شوي او ۱۴۵ تنه نور ټپیان شوي.

د رحیمي په وینا په وژل شویو کسانو کې څلور یې پولیس او نور یې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویلي دي، چې د دولتي ځواکونو د جلب او جذب یو مرکز یې په نښه کړی و.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید په سختو ټکو غندلی او ویلي چې دا د وسله والو طالبانو یو بل جنایت دی چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ګن شمېر کسان په ‌کې مړه او ټپیان شول.

.