کورنیو چارو وزارت پر پولیسو رسنیو ته پر معلوماتو ورکولو بندیز ولګاوه

د افغانستان کورنیو چارو وزرات یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د تیتو او نامنظمو مالوماتو د خپریدو د مخنیوي په پار یې پریکړه کړې، چې له مخې یې تر دې وروسته هیڅ نظامې کس نشي کولای په خپل سر له رسنیو سره مالومات شریک کړي

ودان مینه وال افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبره پاڼه کې ویلي تر دې وروسته هیڅ امنیتي منصوب نشي کولی، چې رسنیو ته مالومات ورکړي، په دې اعلامیه کې راغلي چې د پولیسو د قانون له مخې تر دې وروسته د پولیسو هیڅ امنیتي منصوب نشي کولی تر څو د خپلو اسنادو مقرریو، تبدیلیو؛ ترفیع ګانو د امنیتي ناستو او د نقیله وسایطو، وسلو تجهیزاتو، انځورنو او د خپلو علمیاتو په اړه رسنیو ته مالومات ورکړي او یا یې له ټولنیزو رسینو نشر کړي په دې اعلامیه کې دا هم راغلي چې هیڅ امنیتي منصوب نشي کولی، چې رسنیو ته د لاسته راوړنو او یا د خپل مشر پر ضد مرکه وکړي. د کورنیو چارو وزات زیاته کړې چې دغه اقدام یې یوازې د خلکو د تیتو او نامنظمو اطلاعاتو د خبریدو د مخنیوي لپاره کړي دي. په اعلامیه کې یوازې د سټراټیژیکو او عامه اړیکو لوی ریاست د مالوماتو په ورکړې مکلف شوی دی. خو په اعلامیه کې راغلي، چې د اړتیا په صورت کې د پولیسو یو منصوب د سټراتیژیکو او عامه اړیکو ریاست د لارښوونې سره سم له رسنیو سره خبرې کولای شي. په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یاد هدف ته په پام سره کورنیو چارو وزارت دغه اقدام ستايي خو وايي، په ولایتونو کې امنیه قومندان کولای شي په منظم ډول له رسنیو او خبریالانو سره خپل معلومات شریک کړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ د پولیسو د قانون پر بنسټ مهمه ده چې د پولیسو ځينې مسایل پټ پاتې شي او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي باید مسولانه اقدام وکړي؛ خو د اطلاع رسونې په برخه کې خنډ نه دی پکار، په ولایتونو کې امنیه قومندان کولای شي په منظم ډول له رسنیو او خبریالانو سره خپلې برنامې ولري او معلومات شریک کړي.