کورنیو چارو وزارت: په کابل ښار کې د بېلابېلو جینایي پېښو په تړاو ۳۰۰ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار کې دننه ۲۶۱ کسان د وسله والو غلا، لوټ، لارشکونې، وژنو، انسان تښتونې او باجګیرۍ په جرمونونیولي دي: دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو پر کورنیو چارو وزارت نیوکې زیاتې شوې دي چې ګواکې کابل کې امنیتي وضعیت خراب او جنايي پېښې زیاتې شوې دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې یې په تېره یوه میاشت کې سلګونه مجرمین نیولي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، په کابل ښار کې د بېلابېلو جینایي پېښو په تړاو ۳۰۰ کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې د کابل ښار پولیسو په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو درې سوه کسان نیولي دي.

د نصرت رحیمي په وېنا، چې له دې وروسته د مرکز کابل پولیسو مشران د کابل ښار د لا ښه امنیت په موخه نورو ولایتونو ته استوي او پر ځای به یې نوي پولیس مشران په دندو وګومارل شي.

د نوموړي په وېنا درې میاشتو کې به هغه پلان بشپړ او تطبیق کړي، چې له مخې به یې د کابل ټول امنیتي پولیس مشران نورو ولایتونو ته تبدیل کړای شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې ده، چې په یوه میاشت کې یې پولیس ۲۶۱ کسان د وسلوالو غلاوو، لوټ، لار شکولو، وژنو، انسان تښتونې او باجګیرۍ د جرمونو په تور نیولي دي.

کورنیو چارو وزرات په داسې حال کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۳۰۰ کسانو د نیولو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې کابل ښاریان د جنایي جرمونو د زیاتوالي څخه شکایتونه کوي.