کورنیو چاور وزارت د پولیسو په لیکو کې د کرونا مخنیوي په موخه د وقایوي تدابیرو خبر ورکوي

د کورنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې مروا امینې د سې شبنې په ورځ یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د کرونا وېروس د مخنیوي په موخه له ځانګړې بودجې څخه خپلو همکارانو او امنیتي ځواکونو ته چې تر ډېره له عامو خلکو سره اړیکه لري او زیانمنوونکي دي مرستې کوي او هغوی ته دستکشې، ماسکونه او نور ټول هغه مواد چې د دوی د وقایې لپاره اړین دي، رسولي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو کوم راپور نه ‌دی ورکړل شوی او یواځې افغانستان کې د څلورو بهرنیو عسکرو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی دی.