کورونا د پښتو فلمونو صنعت سخت ځپلي دي

په پاکستان کې د تیرو څو کلونو راهسي فلمي صنعت د زوال سره مخ دی، خو فلم جوړونکې او فلمي اداکاران وایي، چې د کورونا وایرس له امله رامنځته شوی بحران دپاکستان پښتو فلمي صنعت نور هم ځپلي دي او تاریخ کې په لومړی ځل به راتلونکې کوچني اخترکې هیڅ نوی فلم نندارې ته وړاندې نه شي.

 

د ډیوه راډیو په حواله د پښتو فلمونو وتلی اداکار او لارښود عجب ګل دغې راډیو سره خبرو کې ویلي دي:(( کورونا وایرس د ژوند هره څانګه ځپلې ده، خو فلمي صنعت یې بیا تر ټولو زیات ځپلی دی. درو میاشتو نه سېنماګانې بندې دي او که ګرځبندیز ختم هم سي، نو د راتلونکې کوچني اختر لپاره به هیڅ نوی فلم تیار نه سي، چې پرسېنما نندارې ته وړاندې سي او اوس مهال دا صنعت له زوال سره مخ دی.))

 

نوموړې زیاته کړی:(( فلم جوړونکو او پروډیوسرانو شپږ میاشتې وړاندې د اختر لپاره د نوو فلمونو جوړولو تیارۍ نیولی وو، دګڼو فلمونو کیسې لیکل سوې وې، هنرمندانو نه وختونه اخستل شوي وو او ټاکل سوې وه، چې د مارچ د میاشتې پیل کې به دنوو فلمونو شوټنګ پیل کیږي، خو کورونا وايرس او کرځبندیز دې هر څه باندې اوبه واړولې.))

 

عجب ګل وايي، فلمي صنعت يې له زوال سره مخ دی.

د دغې سېنما یو بل فلمي اداکار بندیا رانی هم ویلي دي چې د کورونا بحران له امله د سېنما سره تړلې ټول خلک په کورونو کې بند پاتي او بي روزکاره شوي دي او د سختې پریښانۍ سره مخ دي. هغه زیاته کړی، چې هر کال د هنرمندانو او فلم جوړونکو تمه د اختر شپو او ورځو ته وي، ځکه دغه وخت کې نوي فلمونه جوړ او پرسېنماګانو خپریږي او خلک پري ځان مصروفه ساتي.

 

خو وايي، سږ کال به داسي نه کیږي. نه به فلمونو جوړ شي او نه به پر سېنماګانو خپور سي او نه به خلک ځان پري مصروفه وساتي. پاته دي نه وي چې د کورونا د بحران له امله د بالیووډ او هالیووډ سېنماګانو مالي حالت هم ښه نه دي او هلته هم کاروبار درول شوی دی.

کاپي…