کورونا ويروس؛ د سينماګانو د بندېدو له امله هندي فلمونه انلاين خپرېږي

د کورونا ويروس د مخنيوي په پار په هند کې د ګرځبندېز سره سينماګانې هم بندې شوې، چې د سينماګانو له بندېدو سره د لسګونو هغه فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل، چې جوړ شوي و.

خو تراوسه پورې چې دوه نيمې مياشتې د ګرځبندېز وشوې او لا هم سينماګانې بندې دي، پرېکړه شوې ده چې فلمونه په انلاين بڼه نندارې ته وړاندې شي.

د رويټرز د راپور په وېنا، په هند کې د مارچ په ٢٥مه نېټه ګرځبندېز ولګېده، چې ورسره په دغه هېواد کې ٩٥٠٠ سينماګانې هم بندې شوې چې له امله يې د سينما اقتصاد ته يې د ميلياردونو روپو تاوان واړاوه.

په ټول هند کې د سينماګانو د بندېدو له امله هغه فلمونه چې جوړ شوي و نندارې ته وړاندې کېدل يې وځنډېدل، خو دوه مياشتو تېرېدو سره بيا هم سينماګانې نه دي خلاصې شوي، اوس د فلمونو جوړونکو پرېکړه کړې ده چې خپل فلمونه انلاين نندارې ته وړاندې کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د لويو ستورو دوه فلمونه ګلابو سيتابو او شکنتلا ديوي په ګډون يو شمېر هندي فلمي د امازون په ويډيويي وېبپاڼه (امازون پرايم ويډيو) باندې نندارې ته وړاندې کېږي.

د راپور په وېنا، د اميتاب بچن او ايوشمان کهرانه په څېر د لويو ستورو فلم ګلابو سيتابو يو کومېډي فلم دى او همدا راز د وديا بالن شکنتلا ديوي هم د لوى بجټ فلم دى چې انلاين به خپاره شي.

ګلابو سيتابو فلم د اپريل په مياشت کې نندارې ته وړاندې کېده، خو د سينماګانو د بندېدو له امله يې نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل، اوس به دا فلم په راروانه مياشت کې په امازون پرايم ويډيو کې خپور شي.

د دغه فلمونو پرته د تامل او تيلګو ژبې يو شمېر لوى فلمونه هم راروانه مياشت په امازون پرايم ويډيو باندې خپرېږي، چې په دې برخه کې د فلم جوړونکو او د امازون ترمنځ قرارداد لاسليک شوى دى.

فلمونه د سينماګانو پر ځاى د انلاين خپرولو له پرېکړې سره د يو شمېر سينماګانو مالکانو مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، که چېرته دا فلمونه انلاين خپاره شي، نو دوى به په راتلونکي کې د دغه فلمي ستورو فلمونه په خپلو سينماګانو کې نندارې ته وړاندې نه کړي.

د سينماګانو مالکان وايي، چې د فلمونو انلاين خپرول د سينما اقتصاد له منځه وړل دي او دوى به د دې کار پر وړاندې ودرېږي، خو بل لوري ته اميتاب بچن، ايوشمان کهرانه او وديا بالن بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.

داسې ويل کېږي، چې که چېرته دې فلمونو په انلاين بڼه بريا ترلاسه کړه، نو ښايي يو شمېر نورو د ډېرو پېسو فلمونه هم په انلاين بڼه خپاره شي.

د هند فلمي سينما يو له هغه سينماګانو څخه دى چې د نړۍ په کچه پکې ډېر فلمونه جوړېږي، په هند کې هر کال له ١٠٠٠ څخه واخله بيا تر ١٢٠٠ پورې فلمونه جوړېږي، چې په دې کې له ١٥٠ څخه تر ٢٥٠ پورې فلمونه په هندۍ ژبه کې جوړېږي.

په هند کې تر ټولو زيات فلمونه بيا د هند په سويلي ژبو کې جوړېږي، لکه تامل، تيلګو، ملايلم او کنډا ژبو کې، همدا راز په بنګالي، ګجراتي، پنجابي او هريانوي ژبو کې هم فلمونه جوړېږي.

د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د ګرځبندېز له امله که يو لوري ته په دغه هېواد کې سينماګانې تړل شوې دي، نو بل لوري ته د فلمونو او سريالونو ثبت هم درېدلى دى.

همدا راز له هند پرته په چين، امريکا، برېتانيه، روسيه، هانګ کانګ او جرمني په ګډون د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې سينماګانې تړل شوې دي او د فلمونو نندارې ته وړاندې کېدو تر څنګ د فلمونو ثبت هم درېدلى دى.

کاپي…