کورونا ویروس ۶ ډاکټران وژلي او له ۱۷ سوو زیات پرې اخته شوي

کابو میاشت کېږي چې د چین په ووهان ښارکې د کرونا ویروس خپور شوی دی، اوس مهال دغه ویروس د چین په ګډون د نړۍ ځېنو نورو هېوادونو ته هم رسېدلی دی. چین کې هغه ډاکټران هم په کرونا ویروس اخته شوي، چې د دغې ناروغۍ درملنه یې کوله.

د چین په ووهان ښار کې تر کرونا ویروس رامنځته کېدلو وروسته، چین او د نړۍ نور هېوادونه په دې لټه کې شول، چې د دغې ناروغۍ لپاره درمل جوړ کړي او د مخنیوي لپاره یې لاس پکار شي. خو د دغې ناروغۍ لپاره نه تراوسه لازم درمل جوړ شوي او نه یې هم په بشپړ ډول پېژندنه شوې ده. له کابو یوې میاشت راهیسې چین د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه پیل کړې، چې ان د دغې ناروغۍ خلاف یې د جګړې اعلان هم وکړ. خو د چین هغه ډاکټران چې پر دغه ویروس د اخته کسانو درملنه یې کوله په خپله پر دغه ویروس اخته شوي دي. د کرونا اصلي میزبان هېواد چین کې ۶ ډاکټران د کرونا ویروس له امله مړه شوي او ۱۷۱۶ ډاکټران نور پرې اخته شوي دي. د یاد ویروس له امله ټولټال ۱۳۸۱ کسان مړه شوي او نږدې ۶۴ زره تنه پرې اخته دي. په ووهان ښارکې ۱۱۰۲ روغتیاپالان په کرونا ناروغۍ اخته دي او د ووهان په هوبې سیمه کې هم ۴۰۰ ډاکټران پر یاد ویروس اخته شوي دي.