دوشنبه , 29 اپریل 2024

کور ته مو داسې خوښې راولئ!

څنګه دا خبره سمه ده چې خوښې او خپګان دواړه په ژوند کې موجود دي، کولای شو چې خپلې خوښۍ نورې هم پسې زیاتې کړو او له جنجاله ځان وساتو، کومې لارې دي چې د هغو په وسېله له خپلې ښځې/خاوند سره ښه اړیکه ولرو؟ د دې ټولو پوښتنو ځوابونه په لاندې څو ټکو کې تشریح شوي دي. که يې تاسې په خپل ژوند کې عملي کړئ یو کامیاب او خوشاله ژوند به ولرئ.

۱.نرمه رویه او غوره چلند. د کار مو لا يو بل ته ژمن پاتې کوي.

۲.تل منطقي اوسېدل. په دې مانا چې مهم کارونه نه مسخره کول او په هر کار کې مشوره اخیستل.

۳.په وعدو وفا کول. يانې که له هغې/هغه سره قول وکړئ او بیا هغه کار و نه کړئ دا کار بې‌وفايي ده او ژوند خرابوي.

۴.له بد نظري ځان ساتنه. ډېر کسان چې په ښځه/خاوند بدګومانې کوي د هغوی تر منځ خپل‌منځي باور ورو ورو ختمېږي او ګډ ژوند يې تريخ وي.

۵. خپل کارونه د پلان له مخې کول. هغه مېرمنې/خاوندان چې کورنۍ يې له جنجاله او له بې‌نظمي ژغورل شوې، هغوی ټول کارونه وېشي او د کورنۍ هر غړی خپل ورځنی کار کوي چې دا کار يې د دې سبب شوی چې ژوند يې منظم شي.

۶. صفا نېت لرل. تر ټولو غوره او صاقه اخلاقي چاره دا ده چې د اسلام په دې رکن پوره عمل وشي، ځکه بد نېت انسان حاسد کوي او بیا په زياته د کورنۍ له يوه غړي سره چې په بد نېت او ټيټه سترګه ورته کتل کېږي زیاته ګناه لري او هم يې کورنۍ ژوند له دردونو ډک وي.

 

 

۷.رښتیني اوسېدل او حقیقت بیانول. هغه کسان چې په کور کې مشوره کوي او هر کار يې په اخلاص او رښتيا ولاړ وي د کورنۍ ټول غړي يې خوښ او سره ګران وي.

 

۸. د مېرمن غوښتنو ته پاملرنه او د هغې وعدو ته غاړه ښوول. ښځه چې ټوله د نارينه په واک کې ده په هغه لازمه ده چې له ناروغې را نيولې د هرې غوښتنې ځواب يې ووايي او په کور کې ټول د هغې د اړتيا او خوښې څيزونه ورته اماده کړي.

۹.په غلطیو سترګې پټول. دا هغه هنر دی چې په شمار کسان يې لري هغه څوک چې تېروتنه وکړي په تېره بیا مېرمن/خاوند باید يو بل پرې و نه ښکنځي، بلکې په هر څه پرده واچول شي.

۱۰.عذر غوښتل او خپلې خامۍ منل. زیاتې تېروتنې که څه هم د جنجال او تاوتریخوالي سبب ګرځي، خو له خپلو غلطيو بیا بیا زده‌کړه کول ښه ځانګړنه ده چې په راتلونکي کې ورسره تېروتنې هوارېږي.

۱۱.د مېرمن شخصیت ته درناوی. په هر خاوند/ښځې دا فرض دي چې د حقوقي او دايمې خپلوي په لحاظ يو بل ته له درناوې سره سره ناز او ډېره مينه هم ورکړي، نه دا چې په کار، څېره او خپلوانو يې ملنډې ووهل شي، ځکه په دې هغه ناهیلې کېږي او اخلاقيات يې هم ورسره خرابېږي.

۱۲.پاکې ته پوره پاملرنه. پاکوالی نه يوازې د انسان زېنت دی، بلکې په کورنۍ او ټولنه کې هم د نورو د پام وړ ګرځو او خوښېږو يې. کومه ښځه/خاوند چې نظافت ته پام نه کوي ورو ورو يې له يو بله کرکه پيدا کېږي چې کوروالی زیانمن کېږي.

۱۳.د یو بل له کاره خوښېدل او قدرداني کول. تشویق په شخصيت او اخلاقو کې ځانګړی رول لري هغه مېرمن/خاوند چې د يو بل کارونه او خبرې، غوښتنې ستايي او درناوی ورته لري د هغو ژوند يو جنتي حیثیت لري چې په هر حال دواړه یو له بل سره ټينګه مينه لري. ۱۴. د ګډ ژوند اړیکو ته ژمن پاتېدل او له مېرمن سره مینه کول. هغه خاوندان چې د ښځې حقوقو ته درناوی لري او پرې پوهېږي، نه غواړي چې له مېرمنې سره دروغجنې وعدې وکړي او يا د هغې خپله امانت مينه بل چا ته ورکړي.

کاپي…