کوسل پریرا د افریقا خلاف لومړۍ ټېسټ لوبه کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د کوسل پریرا ښې توپ وهنې د سریلاکا لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې بریا ته ورسوله.

سویلي افریقا لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې په ۲۳۵ اوټ شوه.

سریلانکا لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۱ منډې وکړې.

افریقا لوبډلې دویم ځلي توپ وهنه کې ۲۵۹ منډې وکړې او په دې سره یې سریلانکا ته د ۳۰۴ منډو هدف ورکړ.

که څه هم سریلانکا لوبډله له ستونزو سره مخ وه، خو د کوسل پریرا ښې توپ وهنې بریا ته ورسوله او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې هدف پوره کړ.

پریرا دې لوبه کې ۱۵۳ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سویلي افریقا په کوربه توب دوه ټېسټ، پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کیږي.

ټاکل شوې دویمه ټېسټ لوبه یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل شي.

نصرت الله عمرزی