کومارا سنګاکارا له کرکټ سره خدای پاماني وکړه

د سریلنکا د کرکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي کومارا سنګکارا په داسې حال له کرکټ تقاعد تر لاسه کړ چې تر شاه یې ۲۸۰۱۶ منډې پرېښودې.

کومارا سنګکارا په نړیوال کرکټ کې پنځلس کاله پاتې شو او ټولې یې ۲۸۰۱۶ منډي کړي.

د کرکټ دغه ستوري د کرکټ شروع په ۲۰۰۰ کال کې  د پاکستان خلاف له یو ورځينۍ سیالۍ پېل کړه، او ددغه کال په وروستۍ میاشت کې یې له جنوبي افریقا سره لومړۍ څلور ورځينۍ سیالي په کولمبو کې ترسره کړه.

کومارا تر اوسه ۱۳۴ څلور ورځينۍ سیالۍ ترسره کړي چې په اوسط ډول یې ۵۷.۴۰ منډو ۱۲۴۰۰ منډې جوړې کړي چې له مخې یې ۳۸ سلیزې او ۵۲ پنځوسیزې وهلي.

د سریلنکا دغه لوبغاړي په ۴۰۴ یو ورځینۍ سیالیو کې د ۲۵ سلیزو او ۹۳ پنځوسیزو پر مټ ۱۴۲۳۴ منډې جوړې کړي او همدا ډول یې په ۵۶ شل اوریزه سیالیو کې د ۸ پنځوسیزو پرمټ ۱۳۸۲ منډې جوړې کړي.

سنګاکارا په یو ورځينو سیالیو کې د هندي کرکټ توپ وهونکي ټنډولکر وروسته دویم لوبغاړی دی چې زیاتې منډې یې جوړې کړي.

کومارا سنګاکاره د کرکټ په څوارلسو پسرلیو کې یولس غبرګې سلیزې وهلي او په ۲۰۱۲ کال کې یې د کرکټ د نړیوالې ادارې اې سي سي نه د څلور ورځينو سیالیو د غوره لوبغاړي مډال ترلاسه کړی او ددې ترڅنګ یې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کال د د یو ورځینو سیالیو د غوره لوبغاړي مډال ترلاسه کړی.