کومه لیکنه ادبي لیکنه ده؟

ادب هغه بلیغه وینا ده چې له عواطفو سرچینه اخلي، پر نفس تأثیر کوي، لوړ افکار او عالي مفاهیم د ښکليو عبارتونو په جامه او د تخیل په تصویر کې تقدیموي.

په پورتني تعریف کې د ادب په اړه لاندې پنځه عناصر یاد شوي دي:

 

۱ –عاطفه: هره هغه وینا چې له احساس او عاطفې څخه راپورتـه شـوی نـه وي، ادبي وینا نه بلله کېږي.

۱ –تأثیر: هــره وینا چې خپـل مخاطب متأثر نه کـړي، پـه هغـه کـې احسـاس او جذبه، وجد او طرب راونه پاروي، ادبي وینا یې نشو ګڼلی.

۳ –لوړافکار: لوېدلي، بې محتوا، سپکې او بازاري ليکنې او وينا ادبـي نشي ګڼــل کېدای.

۴ –ښکلا: لفظي او معنوي ښـکلا هغـه مهـم عنصـر دی چـې ادبـي وینـا لـه عامې وینا څخه بېلوي.

۵ –تخیل : تصویر او تخیل په ادبي وینـا کې بل هغـه مهـم عنصـر دی چـې ادیــب د هغــه پــه وســیله معــدومې او غیـر محســوســـې صحنــــي، پېښـــې، حرکــــات، او شخصیتونــه د لوستونکو ذهـــن تـه داسـې ور وړانـدې کـوي چـې تـــه بــه وایې دی یې رښتیا ویني او ورسره اوسې.

 

استاذ عبدالهادی (مجاهد)