کوم وخت واده وکړو!؟

ژباړه او را ټولونه: چنار

نورو مهم شیانو په څیر، واده خپل وخت او شرایط لري چې باید له پامه ونه غورځول شي، بی له شکه دا ستونزمن کار دی چې واده لپاره کوم وخت مناسب او کوم وخت مناسب نه دی. واده د دوو کسانو تر منځ یوه تلپاتې  او د مینې اړیکه ده او انسان له زړه غواړي چې نوی ژوند پیل کړي. واده باید له مینې، ملګرتیا، باور، ملاتړ او خوښۍ څخه ډک وي. کله چې یو ځوان غواړي واده وکړي باید ځانته یو کار پیدا کړي- سفر وکړي او تر ټولو مهمه داده چې خپلواکي ترلاسه کړي. دا هغه شیان دي چې د ښه ژوند په ترسره کولو کې انسان سره مرسته کوي.

کله چې یو ځوان د شل کالو عمر تیرولو وروسته، د یو فرد په حیث نه پوهېږي چې په ټولڼه کې کوم حیثیت لري همدا باعث کېږي چې په ځان بې باوره شي او د ښو اړیکو جوړولو کې پاته راځي. هغه ودونه چې په کم عمر کې ترسره کېږي او ځوانان فکري بلوغ ته نه وي رسېدلي په همدې وجه یې را تلوونکی ژوند تریخ او د جداوالي(طلاق) سبب کېږي.

هغه لارښوونې چې تاسو باید د واده کولو څخه دمخه پرې پوی شئ

کله چې واده کوئ تر ټولو مهمه داده چې تاسو په فکري کچه څومره برابر یاست چې آیا د واده مسوولیت په غاړه اخیستی شئ او که نه هېڅکله په عجله تصمیم مه نیسئ. واده کول د انسان په عمر پورې ډېره اړه نه لري بلکې مهمه داده چې تاسو باید پوی شئ چې کوی شم د خپل راتلوونکی ژوند مسوولیت په غاړه واخلم یا نه.

که غواړئ  راتلوونکی ژوند مو خوښ او په خوشحالۍ سره تیر شي کوښښ وکړئ د واده کولو نه مخکې باید ښه دنده ولرئ، زحمت وباسئ تر څو ټول بوج په خپلو والدینو وانه چوئ چې ستاسو د واده ټول مصارف پرې کړي.

د واده کولو نه دمخه هتمن سفر وکړئ، ملګرو سره چېرته په چکر لاړ شئ هغه کارونه هم وکړئ چې تاسو پوهېږئ چې دا باید زه تر واده کولو دمخه وکړم، چې راتلوونکي کې بیا آرمان ونه کړئ چې کاش دا کار مې واده کولو نه مخکې کړی و.

د واده کولو ځینې ګټې

۱ـ د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړتیا: جنسي روغتیا له جسمي روغتیا سره برابره ګڼل کیږي. هغه کسان چې په اونۍ کې لږترلږه یو ځل هم جنسي اړیکې نه ساتي نو له وجود څخه یې یوه زیاته اندازه ایمنو ګلوبین ضایع کیږي، چې کولای شي د یو شمېر مکروبونو له هغې ډلې د زکام یا ریزش په وړاندې ستاسو ساتنه وکړي.

۳ـ د کالورۍ سوځېدل: په هر ځل جنسي اړیکو کې ښايي تر ۸۵ کالوریو پورې وسوځوي، ممکن ستاسو په نظر دا اندازه لږ معلومه شي، خو دا چې دغه اندازه کالوري په ټول بدن کې لګول کیږي، نو د ورزشي حرکتونو په شان ډېره اغېزمنه ده.

۴ـ د زړه د حالت ښه والی: ځينې د لوړ عمر کسان په دې باور دي چې ښايي د جنسي اړیکو پر مهال یې زړه ودریږي. خو څېړنکو موندلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې په منظمه توګه مشروع جنسي اړیکې د زړه له درېدو سره هیڅ تړاو نه لري. آن دا چې جنسي اړیکې د زړه د درېدو یا سکتې په مخنیوي کې مهم رول هم لري.

۵ـ پر نفس باور: د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پر نفس باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري وايي د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې ټينګوي.

۶ـ مینې ډېروالی:مشروع جنسي اړیکې د اکسي توکسین هورمون کچه لوړوي، دغه هورمون د مینې هورمون به نوم پېژندل کیږي چې د زړونو د نژدې کېدو او باور په برخو کې مرسته کوي.

۷ـ د خوږ یا درد کموالی: د اکسي توکسین را خورېدو سره اندروفین هم آزادیږي، چې د خوږ یا درد په آرامولو کې ډېر اغېزمن دی. نو له دې کبله د مشروع جنسي اړیکو په وسیلې د سر خوږو په ګډون یو شمېر دردونه ښه کیږي.

۸ـ د پروستات په سرطان د اخته کېدو کموالی: هغه نارینه چې عمر یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. د پاخه عمر کسان هم دغه تګلاره خپلولی شي.