نن ( دوشنبه) له غرمې وروسته د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ ناوه پاس سيمه کې پاکستاني ځواکونو د افغان پوله ساتو ځواکونو پر يوستو ډزې کړي دي.
د کونړ والي وياند عبدالغني مصمم وايي، افغان ځواکونو له ځان څخه دفاع کړې خو د پاکستاني نظامیانو په بريد کې درې تنه د سرحدي ځواکونو سرتېري ژوبل شوي دي.