کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل، چې پدې وروستیو کې د افغان ځواکونو له لوري د داعش پرضد عملیات پیل شوي، چې په هوایي او ځمکني بریدونو کې يې په زيات شمېر مهم قومندانان او جنګیالي وژل شوي.
هغه زياته کړه د همدغه غوفشارونو په پایله کې تیره اونۍ د څو مهمو قومندانانو په ګډون ۲۳۶ تنه داعش وسله وال دولت ته تسلیم شول.
کونړ والي وایي، د سیمې له قومي مخورو سره یې مشورې دوام لري او ډیر ژر به لسګونو نور داعش وسله وال هم حکومت ته تسلیم شي.